اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د هندي استخباراتي ایجنسۍ را لخوا د پاكستان په ضد د شرانګېزۍ او په بلوچستان كښې منظم سازش يو وارې بيا څرګند شوے دے۔ رامخې ته شوو شواهدو څخه دا ثابته شوه چې مودي د يو ناوړه سازش لاندې په بلوچستان كښې د هند خفيه ايجنسي 'را' او فتنة الهندوستان متحرك دي۔ دا خبره په ډاګه شوې چې پاکستان مخالفې پروپیګنډا كښې ككړ د "پېج 3 …
په بلوچستان كښې د هند استخباراتي ايجنسۍ ‘را’ منظم سازش څرګند كړے شو ٬ پروپیګنډې لپاره د مير يار بلوچ جعلي شناخت كارولے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د هندي استخباراتي ایجنسۍ را لخوا د پاكستان په ضد د شرانګېزۍ او په بلوچستان كښې منظم سازش يو وارې بيا څرګند شوے دے۔ رامخې ته شوو شواهدو څخه دا ثابته شوه چې مودي د يو ناوړه سازش لاندې په بلوچستان كښې د هند خفيه ايجنسي ‘را’ او فتنة الهندوستان متحرك دي۔ دا خبره په ډاګه شوې چې پاکستان مخالفې پروپیګنډا كښې ككړ د “پېج 3 نیوز تھائي” په نامه چلېدونكي يو اېكس اکاؤنټ د هند څخه كنټرول كيږي۔ دا جعلي اكاؤنټ د يو منظم سازش لاندې د غدارِ وطن میر یار بلوچ په نامه سره بيا بيا پېغام رسولو كښې ككړ موندلے شوے ۔ رپورټ له مخې د هندي اكاؤنټ څخه پرله پسې د میر یار بلوچ په نامه ادعاګنې ٬ تاريخي تحريف او د هند ايجنډا خپرولې شي۔ د اېكس له مخې دا اكاؤنټ هند څخه د تھائي لېنډ وي پي اېن د لارې آپرېټ كولې شو۔ د جاري كړو معلوماتو له مخې دا جعلي اكاؤنټ د يو منظم سازش لاندې د بلوچ شناخت تر مخه ترهګرۍ ته ودې وركولو له د يوې آلې په توګه كارولې شي۔ د هند په اشاره په بلوچستان كښې رامخې ته شوې ناامنۍ او د ترهګرۍ شواهد نړۍ ته ښكاره شوي دي۔ پاكستان دا پراپېګنډا مهم نړۍ ته ظاهر كړے دے۔










