اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان د آرمي پبلك سكول پېښې تلين په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې وئيلي دي چې د اے پي ايس شهيدانو قربانۍ د هيرولو نه دي ٬ قام به يۍ ټول عمري ياد ساتي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي پېغام له مخې ډپټی چیئرمېن سېدال خان ووئيل چې 16 دسمبر 2014ء د پاكستان د تاريخ يوه توره او …
د اے پي ايس شهيدانو قربانۍ د هيرولو نه دي ٬ قام به يۍ ټول عمري ياد ساتي: د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان د آرمي پبلك سكول پېښې تلين په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې وئيلي دي چې د اے پي ايس شهيدانو قربانۍ د هيرولو نه دي ٬ قام به يۍ ټول عمري ياد ساتي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي پېغام له مخې ډپټی چیئرمېن سېدال خان ووئيل چې 16 دسمبر 2014ء د پاكستان د تاريخ يوه توره او د امتحان ورځ وه كله چې ترهګرو بې ګناه كوچنيان او استاذان په نخښه كړل٬ د اے پي اېس شهيدانو علم ٬ امن او انسانيت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د اے پي اېس پېښې دړد نن هم د هر يو پاكستاني وګړي په زړه كښې هغسې تازه دے او د شهيدانو د كورنيو صبر او حوصلې ته سلام كوي۔ سېدال خان په ډاګه كړه چې د ترهګرۍ په ضد ټول قام د وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دے۔ ده ووئيل ترهګر د كوم رعايت مستحق نه دي ٬ وسله وال ځواكونه د ترهګرۍ بشپړه خاتمې له شپه او ورځ هڅې كوي۔ ده ووئيل د چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل جنرل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې دښمن عناصر پرله پسې ماتې خوري او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې قام او ټولې ادارې يو موټے دي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به هڅې روانې وي او پاكستان به يو سولييز ٬ محفوظ او روښانه سباؤن پلو بوتللے شي










