د پاکستان حکومت، پوځ او وزيراعظم شهباز شريف د هر مظلوم سره ولاړ دي۔ رانا مشهود احمد خان

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں وئيلي دي د فيض حميد او نيازي اړيكې/ تړون افشا شوي٬ چا چې د پاكستان د پرمختګ لاره نيولې٬ د پاکستان حکومت، پوځ او وزيراعظم شهباز شريف هر ھغه مظلوم سره ولاړ دے چا سره چې زياتے كېږي، انشاء الله پاکستان به غدار خپل انجام ته رسوي۔ د نهې په ورځ د پرېس كنفرنس …

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں وئيلي دي د فيض حميد او نيازي اړيكې/ تړون افشا شوي٬ چا چې د پاكستان د پرمختګ لاره نيولې٬ د پاکستان حکومت، پوځ او وزيراعظم شهباز شريف هر ھغه مظلوم سره ولاړ دے چا سره چې زياتے كېږي، انشاء الله پاکستان به غدار خپل انجام ته رسوي۔ د نهې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل د وزيراعظم لخوا د امر شوي ټاسك له مخې د پاكستان ځوانان جمع كوم، د دوي په امپاور كولو كار كوم٬ دوي ته پليټ فارمز وركولو سره د دوي ژوند جوړولو لپاره وفاقي حكومت صوبائي حكومتونو سره په ګډه كار كوي او د لوي څښتن په فضل سره مونږ چې كومې كاميابۍ ترلاسه كوٶ په ھغې كښې د پاکستان ځوانانو (انجونو/ زلمو) لپاره د تعليم د ميدان نه تر فني تعليم، آئي ټي، سائنس و ټيکنالوجي، آرټ اينډ کلچر، سپورټس هر اړخ ته زمونږ ځوانانو ته په عزت سره د مخ په وړاندې تګ موقعې ترلاسه كېږي، ده ووئېل د پاکستان ځوانان مېرټ او د خپل قابليت په بنياد مخ په وړاندې تلل غواړي۔ ده ووئيل وزيراعظم يو مثال جوړوي او په مېرټ ځوانانو ته لېپ ټاپس وركوي، دغسې نور سهولتونه او اېوارډز وركړے كېږي٬ دوي ته د دانش سکولونو او د پاکستان انډوومنټ فنډز د لارې د مخ په وړاندې تګ موقعې وركوي او كله چې د زړه نه كار كېږي نو لارې پخپله پرانستلې كېږي٬ ده ووئېل نن نړۍ خپل مخ پاكستان پلو راګرځولے دے۔ ده ووئيل د 16م دسمبر د اے پي اېس بريد خو پخواني حكومت هېر كړے ٶ خو مونږ د شهيدانو ورڼو خوېندو ته خوندي سباٶن وركوٶ، 16 دسمبر دا خبره هم رايادوي چې د پاكستان مخالف قواٶ لاره نيول دي۔ ده ووئيل د فيض نيازي اړيكو كښې جنرال فيض ته سزا واورولې شوه او هم دا پېل دے٬ اوس خو د اختيارات نه د تجاوز كوٶنكو ٬ په 9 مئي د پاکستان خلاف سازش كوونكو او د ھغې د كردارونو په ضد كاروائي كېدونكې ده۔ده ووئېل د فارن فنډنګ کيس پرېكړه راتلونكې ده٬ اوس خو د القادر ټرسټ او په دې ډول نوې داستانونه چې رقم كړې شوي د ھغې هم پرېكړه كول دي٬ چا چې پاكستان لوټ كړے او بهر دي د ھغوي به احتساب كېږي٬ بخښنه به نه كېږي ٬ دا اوس پېل دے٬ ده ووئېل د پوځ ادارې د خپل ځان نه احتساب پېل كړو او په دې كښې چې كوم سياسي كردارونه شامل دي د ھغوي به هم احتساب كېږي۔ ده ووئيل په آپريشن بنيان مرصوص كښې هند ته كرا ځواب وركړے شو ۔ ده ووئيل په بهار كښې د رامخئ ته شوې پېښې غندنه كوم٬ زمونږه د يوې مسلمانې خور نقاب چې څنګه د لرې كولو هڅه شوې٬ د دغې پېښې نه وروستو د بشري حقونو علمبردار چرته دي؟ يو مضبوط پاکستان په نړۍ كښې د هر مظلوم د حقونو د تحفظ ضمانت وركوي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل جنرل عاصم منير هر ھغه مظلوم سره ولاړ دي چا سره چې زياتېږي٬ پاکستان به لا مضبوطېږي او د پاكستان ځوانان به د پاکستان د بېرغ لاندې په ترقۍ پرکمپرومائز نه كوي۔ ده ووئېل فيض حميد او نيازي دا پېل دے٬ انشاء الله د پاکستان غدار به خپل انجام ته رسولې شي۔

مزید خبریں