د اے پي ايس شهيدانو قربانۍ به كله هم هيرې نه كړې شي ٬ دې پيښې قام د لوي غم سره مخ كړے : د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د آرمي پبلك سكول پېښور پېښې تلين په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې وئيلې دي قام د اے پي اېس د شهيدانو سترې قربانۍ كله هم هېرولې نه شي۔ 16 دسمبر 2014ء د پاکستان د تاريخ زياته دړدېدلې او د ازمېښت ورځ وه كومې چې ټول قام غم او دړد سره مخ كړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د …

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د آرمي پبلك سكول پېښور پېښې تلين په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې وئيلې دي قام د اے پي اېس د شهيدانو سترې قربانۍ كله هم هېرولې نه شي۔ 16 دسمبر 2014ء د پاکستان د تاريخ زياته دړدېدلې او د ازمېښت ورځ وه كومې چې ټول قام غم او دړد سره مخ كړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي پېغام له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د آرمي پبلک سکول بې ګناه زده كوونكو او استاذانو علم ٬ امن او انسانيت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه٬ دا قربانۍ زمونږ د قامي تاريخ روښانه باب دے او تل به عزت او عقيدت سره ياد ساتلې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د اے پي اېس پېښې د ترهګرۍ په ضد قامي اتحاد مضبوط كړو او دا حقيقت يۍ په ډاګه كړو چې د ترهګرۍ په ضد كاميابۍ لپاره قامي يووالې او په ګډه ستړې كول ضروري دي۔ ده د وسله والو ځواكونو او امنيتي ادارو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د دوئي قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ وړ دي۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د دښمن عناصر ناپاكه ارادې د كوټلي عزم له مخې پرله پسې ناكامه كيږي٬ ترهګر د كوم هم رعايت مستحق نه دي او د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به رياست خپلې هڅې روانې ساتي۔ ده ووئيل ترهګر د انسانيت دښمنان دي۔ ده ووئيل ترهګري يوه نړيواله مسئله ده او په دې قابو موندلو له به نړيوالې ورورولۍ له ګډ او كوټلي اقدامات كول وي۔ ده ووئيل ترهګري ختمولو له تعلیم، زغم ٬ روادارۍ او د قانون سرلوړۍ ته اړتيا ده۔ ده د اے پي اېس د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل د دوئي په غم كښې ټول قام يو برابر شريك دے۔ د ده وېنا وه چې د اے پي اېس د شهيدانو قربانۍ به تل ژوندې پاتې وي او قام به يۍ كله هم هېرې نه كړي

مزید خبریں