د ریلوے وفاقي وزير ډي آئي خان كښې په کامیاب آپریشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې،د شهید نائیک یاسر خان قربانۍ ته سلام

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پي پي ) د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي په ډیرہ اسماعیل خان (ډي آئي خان) كښې د خوارج خلاف د امنتي ځواكونو ته په کامیاب عملياتو پېرزوئنې وړاندې كرې دي ۔ خپل بیان كښې د ریلوے وزير ووئېل د مېړنو ځواكونو په وخت کارروائۍ كښې 7 خوارج ووژلے شول۔ ده د امنيتي ځواكونو د پیشه ورہ مهارت او جرأت مندہ اقدام ستائنې سره ووئېل د …

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پي پي ) د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي په ډیرہ اسماعیل خان (ډي آئي خان) كښې د خوارج خلاف د امنتي ځواكونو ته په کامیاب عملياتو پېرزوئنې وړاندې كرې دي ۔ خپل بیان كښې د ریلوے وزير ووئېل د مېړنو ځواكونو په وخت کارروائۍ كښې 7 خوارج ووژلے شول۔ ده د امنيتي ځواكونو د پیشه ورہ مهارت او جرأت مندہ اقدام ستائنې سره ووئېل د دوي په کارروائۍ كولو لوي خطر لرې شو۔ د دې عملياتو په مهال نائیک یاسر خان د شهادت جامِ ونوشلو۔ دد ریلوے وزير د شهید قربانۍ ته سلام كولو سره ووئېل ده په شهادت د قام سر په وياړ هسك كړو ۔ د ریلوے وزير د شهید نائیک یاسر خان لپاره د لوړو درجو دعا وكړه او د كورنۍ سره يې خواخوږي او د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ده واضحه كړه چې قام به د خپلو مېړنو ځواكونو قربانۍ کو کله هېرې نه كري ۔د رېلوے وزير د ترهه ګړۍ په ضد جنګ د ترهه ګرو تر خاتمې دوامداره ساتلو له د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں