د وزيراعظم په مشرۍ كښې د دانش يونيورسټي د بورډ آف ټرسټيز غونډه٬ دانش پوهنتون به ټيکنالوجۍ او جديد علوم ته ودې وركولو ته پام لرنه كوي۔ شهباز شريف

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي دانش يونيورسټي به د ټيکنالوجي او جديد علوم ودې ته پام لرنه كوي ٬ پوهنتون كښې د داخلې په حواله دې د هېواد د لرې پرتو سيمو٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو و كشمير زيرك او مستحق زده كوٶنكو ته موقعه وركړئ شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې …

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي دانش يونيورسټي به د ټيکنالوجي او جديد علوم ودې ته پام لرنه كوي ٬ پوهنتون كښې د داخلې په حواله دې د هېواد د لرې پرتو سيمو٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو و كشمير زيرك او مستحق زده كوٶنكو ته موقعه وركړئ شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د دانش يونيورسټي بورډ آف ټرسټيز غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي، د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه او د دانش يونيورسټي د بورډ آف ټرسټيز چيئرمېن، غړو او اړوندو اعلٰې سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم د بورډ آف ټرسټيز د چيئرمېن او غړو په غونډه كښې هركلے وكړو او دوي لپاره يې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل ستاسو هڅې به د علم رڼا په خپرولو كښې مهم كردار لوبوي۔ وزيراعظم د دانش يونيورسټۍ وداني ساده او د وقار لرونكې طرز جوړولو امر وكړو٬ ده ووئيل په دانش يونيورسټي كښې دې د اعليٰ معيار ريسرچ باوري كړے شي او د فيکلټۍ د غړو تعيناتۍ لپاره دې ټګلارې جوړه كړې شي، د دانش پوهنتون جوړولو په اړه دې د ښه شهرت لرونكې او د اړوند تجربه كار کنټريکټرز پري-کواليفائي كړې شي، په دانش پوهنتون كښې د داخلې په حواله دې د هېواد د لرې پرتو سيمو٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو و كشمير زيكر او مستحق زده كوٶنكو ته موقعه وركړئ شي او په سرکاري سکولونو كښې دې د دانش يونيورسټۍ په اړه خبرتيا خپره كړې شي۔ په دې موقع په دانش يونيورسټۍ كښې د جاري كار په اړه بريفنګ وركړے شو چې د پوهنتون پراجيکټ مينجمنټ يونټ جوړ كړے شوے ، د دانش يونيورسټۍ چارټر د قانون او انصاف وزارت څخه منظور كړے شوے كوم چې به منظورۍ لپاره كابينې او پارلمان ته لېږلے شي، د دانش يونيورسټۍ په اړه ګرد هېواد كښې آؤټ ريچ پروګرام پېل كوٶ٬ په دانش يونيورسټۍ كښې په ابتدائي توګه به د عصري تقاضو سره همكاره سينټر آف ايکسيلينس جوړولې شي٬ د ګرد هېواد مستحق زده كوٶنكو لپاره په دانش يونيورسټۍ كښې د داخلې په حواله ټريننګ کيمپس پېل كولې شي٬ ٬ دغسې د يونيورسټي د اکيډمك وژن په اړه د نړيوال شهرت لرونكو د تعليمي پوهانو سره رابطه شوې ده۔

مزید خبریں