د وفاقي وزير سينېټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د سركاري ملكيتي ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د وفاقي وزير سينېټر اورنګزيب په مشرۍ كښې سركاري ملكيتي ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې په وزارت كښې وشوه٬ په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري نه علاوه د اړوندو وزارتونو٬ ډويژونو او رېګولېټري ادارو سيکرټريز او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ کميټۍ د تجارت وزارت او د آئي ټي وزارت لخوا د …

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د وفاقي وزير سينېټر اورنګزيب په مشرۍ كښې سركاري ملكيتي ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې په وزارت كښې وشوه٬ په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري نه علاوه د اړوندو وزارتونو٬ ډويژونو او رېګولېټري ادارو سيکرټريز او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ کميټۍ د تجارت وزارت او د آئي ټي وزارت لخوا د وړاندې كړو ايجنډا آئټمز جاج واخستو او منظوري يې وركړه۔ په دې كښې د پاکستان ري انشورنس کمپني لميټډ (پي آر سي اېل) په بورډ آف ډائريکټرز كښې په يوه خالي چوكۍ د آزاد ډائريکټر تقرري، د بورډ د چيئرمېن تقرري، د ايکس آفيشيو چوكو په اړه سفارشات او د بورډ آف ډائريکټرز تشکيلِ نو، د اسټيټ لائف انشورنس کارپوريشن (ايس ايل آئي سي ) د بورډ آف ډائريکټرز تشکيلِ نو او د اګنائټ کمپني بورډ آف ډائريکټرز كښې د غړو تقرري شامله وه۔

مزید خبریں