پنډۍ 15 دسمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د ډیرہ اسماعیل خان په کلاچی سيمه كښې په استخباراتي بنياد آپریشن كښې د هند پراکسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكې 7 خوارج ووژل ٬ دغسې د پاك پوځ يو ځوان په مړانه جنګېدو سره د شهادت جام نوش كړو ۔د ګل په ورځ د آئي ایس پی آر د اړخه جاري اعلامیه تر مخه دا کارروائي د ترهه ګرو د شتوالي …
د امنيتي ځواكونو کلاچي كښې آپریشن ، د فتنه الخوارج 7 خوارج ووژل شول

مزید خبریں
پنډۍ 15 دسمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د ډیرہ اسماعیل خان په کلاچی سيمه كښې په استخباراتي بنياد آپریشن كښې د هند پراکسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكې 7 خوارج ووژل ٬ دغسې د پاك پوځ يو ځوان په مړانه جنګېدو سره د شهادت جام نوش كړو ۔د ګل په ورځ د آئي ایس پی آر د اړخه جاري اعلامیه تر مخه دا کارروائي د ترهه ګرو د شتوالي په اګاهۍ وشوه ۔ د عملياتو په مهال فورسز د خوارج ژالې په ښه ډول په نخښه كړې او د سختو ډزو په تبادله كښې 7 خوارج ووژل شول خو د ډزو په تبادله كښې د مردان ضلعې استوګن 34 كلنه نر ځوان نائیک یاسر خان په هېواد ځان قربان كړو ۔د وژلے شوو د هند سپانسرډ خوارج څخه وسله او ګوله بارود هم تر لاسه شول كوم چې په سيمه كښې د ترهه ګرۍ په ګڼو پیښو او هلو ځلو كښې فعاله وو ۔ سيمه كښې د كوم هم هند سپانسرډ خوارج خاتمې لپاره سینیټائزیشن آپریشن روان دے ۔د آئي ایس پي آر تر مخه د پاکستان سیکورټي فورسز او د قانون نافذ کوونكو ادارو د اړخه قامي ایکشن پلان وژن “عزمِ استحکام” تر مخه د كوم تعطل نه غېر د ترهه ګرۍ مخ نيوي كمپائن په زړه پورې ډول روان دے ٬ دغسې چې هېواد څخه د غیر ملکي سپانسرډ ترهه ګرۍ ناسور مکمل ختم کړے شي ۔










