لاهور۔15دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم او د اطلاعات وفاقي وزير په لارښونه پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن او ډي جي پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ (پی آئی ډی) لاهور شفقت عباس د لاهور پرېس كلب صدر ارشد انصاف اور نورو عهدېدارو سره تفصيلي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د لارهور پرېس كلب صدر ارشد انصاري خبريالانو او ميډيا وركرز ته د پېښو مسئلو ٬ په خاص توګه د هېلتھ انشورنس په اړه …
وفاقي حكومت د پريس كلبونو مرستې لپاره جدي ګامونه پورته كوي٬ په پي ټي آئي دور لګيدلې بنديزونه ختمولو سره د پريس كلبونو مالي مرستې په زياتولو كار روان دے: مبشر حسن

مزید خبریں
لاهور۔15دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم او د اطلاعات وفاقي وزير په لارښونه پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن او ډي جي پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ (پی آئی ډی) لاهور شفقت عباس د لاهور پرېس كلب صدر ارشد انصاف اور نورو عهدېدارو سره تفصيلي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د لارهور پرېس كلب صدر ارشد انصاري خبريالانو او ميډيا وركرز ته د پېښو مسئلو ٬ په خاص توګه د هېلتھ انشورنس په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ هغه وفاقي حكومت څخه غوښتنه وكړه چې خبريالانو ته پېښی مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي۔ هغوي د آئي ټي اېن اي په تعيناتۍ كښې په تاخير اندېښنه ښكاره كولو سره د دې عمل په سمدستي توګه د بشپړولو خواست وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن ووئيل د آئي ټي اېن اي د چيئرمېن تعيناتي په وروستي پړاؤ كښې ده۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د پريس كلبونو مرستې لپاره جدي ګامونه پورته كوي٬ په پي ټي آئي دور كښې لګيدلې بنديزونه ختمولو سره د پريس كلبونو مالي مرستې په زياتولو كار روان دے دغسې چې پرېس كلب د خبريالانو خېر ښېګړې له فعاله كردار ترسره كړے شي۔ مبشر حسن زياته كړه چې وفاقي حكومت خبريالانو لپاره د وزیراعظم هېلتھ انشورنس سکیم په مد كښې غټ رقم بېل كړے دے ٬ له كوم څخه چې لږ تر لږه 5 زره خبريالان استفاده كوي٬ تېر كال د بېل كړې شوي فنډز يوازې 29 برخه وكارولې شوه۔ ده هيله ولرله چې راروان كال كښې به زيات نه زيات خبريالان دغې فنډز څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل د كابينې لخوا منظورۍ څخه وروستو به پرېس كلبونو سره د مالي مرستې لاره هواره شي۔ ده د دې عزم هم څرګندونه وكړه چې خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره ټول وسائل كارولو سره به 8م وېج بورډ ايوارډ په حقيقي معنو كښې عملي كولې شي دغسې چې د كوم هم خبريال يا ميډيا وركر استحصال ونه شي۔ د غونډې په آخر كښې د لاهور پرېس كلب صدر ارشد انصاري د حكومت لخوا خبريالانو لپاره د پورته كړو ګامونو ستائنې كولو سره هيله ولرله چې په سباؤن كښې به هم دا لړۍ دغسې روانه وي۔ په غونډه كښې پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن ، د پي آئي ډي لاهور ډي جي رشفقت عباس، د پي آئي ډي ډائرېکټر لئیق باجوہ، ډپټی ډائرېکټر پی آئی ډی ارسلان طاهر، صدر لاهور پرېس کلب ارشد انصاری، سېکرټری لاهور پرېس کلب زاهد عابد، مشر خبريال خواجه نصیر، عباس نقوي، سید فرزند علي او قمر بھټی هم ګډون وكړو










