د رېلوے وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې د سکھر ريلوے ډويژن په اړه مهمه غونډه

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې د سکھر ريلوے ډويژن په اړه مهمه غونډه شوې چې پكښې د رېلوے انفراسټرکچر، د مسافرو د سهولتونو او په سندھ كښې د جاري او د سباٶن په پرمختيائي منصوبو په اړه تفصيلي غور وشو۔ په غونډه كښې ووئيل شول د وزيراعظم هدايات په رڼا كښې د رېلوے وزير د سندھ وزيراعليٰ سره په همكارۍ …

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې د سکھر ريلوے ډويژن په اړه مهمه غونډه شوې چې پكښې د رېلوے انفراسټرکچر، د مسافرو د سهولتونو او په سندھ كښې د جاري او د سباٶن په پرمختيائي منصوبو په اړه تفصيلي غور وشو۔ په غونډه كښې ووئيل شول د وزيراعظم هدايات په رڼا كښې د رېلوے وزير د سندھ وزيراعليٰ سره په همكارۍ ګرده صوبه كښې د رېلوے پرمخيائي منصوبو پېل كولو پرېكړه كړې ده او په دې لړ كښې پاکستان ريلوے پنجاب سره سره اوس د سندھ حكومت په مرسته هم په لويه كچه پرمختيائي اقدامات كوي۔ غونډه خبر كړې شوه چې د کراچۍ کينټ ريلوے سټيشن د کامياب اپ ګريډيشن نه وروستو او د روهړي رېلوے سټېشن د اپ ګرېډيشن وار دے او دې لپاره يو جامع ماسټر پلان جوړ كړے شوے دے

مزید خبریں