اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزیر خواجه محمد آصف سره د سري لنکا هائي کمشنر ریئر ایډمرل (ر) فري سیني ویراتنے د ګل په ورځ ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د پاکستان او سري لنکا تر مينځه د زړو دوستانه اړيكو ، د شرېكې خوښې په چارو او په سيمه ايز صورتحال خبرې وكړې شوې ۔ وفاقي وزیر د پاکستان او سري لنکا تر مينځه د زړو دوستۍ …
د دفاع وزير خواجه آصف سره د سري لنکا هائي کمشنر ملاقات، د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزیر خواجه محمد آصف سره د سري لنکا هائي کمشنر ریئر ایډمرل (ر) فري سیني ویراتنے د ګل په ورځ ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د پاکستان او سري لنکا تر مينځه د زړو دوستانه اړيكو ، د شرېكې خوښې په چارو او په سيمه ايز صورتحال خبرې وكړې شوې ۔ وفاقي وزیر د پاکستان او سري لنکا تر مينځه د زړو دوستۍ اړيكو ستائنې سره ووئېل په موجودہ سيمه ايز او نړيوال تناظر كښې د دواړهوهېوادونو له د ګڼ اړخيزه مرستې د مثبت موخو څخه د ګتې په پورته كولو د خپلو اړيكو لا مستحکمول غواړي ۔ ده ووئېل پاکستان سري لنکا د منطقې يو مهم هېواد ګڼي كوم چې په منطقه او نړۍ كښې امن و استحکام لپاره موثر کردار ادا کوي ، پاکستان د سري لنکا د سيمه ايزې سلامتيا او خود مختارۍ مکمل احترام او مرسته كوي ۔ د سري لنکا هائي کمشنر د پاكستان حکومت د اړخه وركړې اوسنے په وخت په انساني ملاتړ او په مرسته د زړه نه مننه وكړه ۔ هغه د ترهه ګرۍ مخ نيوي كښې د پاکستان د کامیابیو اعتراف کولو سره د پاک وسله وال پوځ د پیشه ورہ پوهې ستائنه وكړه۔ ملاقات كښې دوي د دواړو هېوادونو تر مينځه په روانه مرسته د اطمینان څرګندونې سره د شرېكې ګټې په څانګو كښې د مرستې لا ودې له د عزم پخلے وكړو۔










