اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بجلۍ وېش كوونكو كمپنيو (ډسکوز) او پېداواري كمپنيو (جېنکوز) د نجكارۍ عمل د ګړندۍ كولو سپارښتنې سره وئيلي دي د بجلی نظام د نجكارۍ د لارې هېواد كښې په مسابقت اډانه د بجلۍ ماركيټ تشكيلول لپاره هېواد كښې د توان د مسئلو تلپاتي حل دے۔ د وزیراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ …
وزيراعظم شهباز شريف د بجلۍ ويش كوونكو كمپنيو او د پيداواري كمپنيو د نجكارۍ عمل د تندولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بجلۍ وېش كوونكو كمپنيو (ډسکوز) او پېداواري كمپنيو (جېنکوز) د نجكارۍ عمل د ګړندۍ كولو سپارښتنې سره وئيلي دي د بجلی نظام د نجكارۍ د لارې هېواد كښې په مسابقت اډانه د بجلۍ ماركيټ تشكيلول لپاره هېواد كښې د توان د مسئلو تلپاتي حل دے۔ د وزیراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د بجلۍ په څانګه كښې د اصلاحات جاج اغستو غونډه د ګل په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اورنګزېب ٬ احد خان چیمه، سردار اوېس احمد لغاري، د نجكارۍ مشير اېم علي ٬ د خزانې وزير مملكت بلال اظهر کیاني او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم د بجلۍ وېش كوونكو كمپنيو (ډسکوز) او پېداواري كمپنيو (جېنکوز) د نجكارۍ عمل ګړندي كولو او د برېښنا د ترسيل نظام لا ښه كولو له د اړوندو پرمختيائي منصوبو په وخت د ترسره كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د بجلی نظام د نجكارۍ د لارې په هېواد كښې په مسابقت اډانه د بجلۍ ماركيټ تشكيلول په هېواد كښې د توان د مسئلو تلپاتي حل دے۔ وزیراعظم ووئيل د برېښنا نظام د حاضر دور غوښتنو له مخې كولو له دې په بېټري انرجي سټورېج سسټم د پبلک پرائیوېټ پارټنرشپ او نجي څانګې په شموليت كار پېل كړے شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د بجلی د پېداوار ، ترسیل، د ډسکوز او جېنکوز د نجکارۍ او په پاور سېكټر كښې په نورو اصلاحاتو د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔










