په اسټریلیا كښې د یهودو د اختر په دستوره بريد ، د یو این سیکرټري جنرل غندنه

ملګري ملتونه ۔15دسمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریش د آسټریلیا سډني ښار كښې په یهودو كورنيو د وژنكې بريد سختې غندنې كولو سره دا بې رحمه او د كركې وړ ګرځولے دے ۔ په سوشل میډیا جاري بیان كښې د نړيوالې ادارې مشر ووئېل زه په دې پیښه ډېر غم جن يم ۔ هغه ووئېل د حنوکه په وړومبۍ ورځ ( كوم چې د امن او …

ملګري ملتونه ۔15دسمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریش د آسټریلیا سډني ښار كښې په یهودو كورنيو د وژنكې بريد سختې غندنې كولو سره دا بې رحمه او د كركې وړ ګرځولے دے ۔ په سوشل میډیا جاري بیان كښې د نړيوالې ادارې مشر ووئېل زه په دې پیښه ډېر غم جن يم ۔ هغه ووئېل د حنوکه په وړومبۍ ورځ ( كوم چې د امن او رڼا د فتح پیغام وركوي ) زما زړه د ګردې نړۍ د یهودي ورورولۍ سره دے۔ د ملګرو ملتونو نائب وياند فرحان حق جاري كړي بیان تر مخه سیکرټر ي جنرل د آسټریلیا حکومت او د اولس سره د يو والي او هېواد كښې د شته یهودي برادرۍ بشمول د ګردې نړۍ يهوديانو سره خواخوږي ښكاره كړه ۔ بیان كښې ووئېل شول د ملګرو ملتونو مشر د هر ډول یهود دښمنۍ د كوم شرط نه غېر غندنه كوي او په دې خبره زور راوړي چې مذهبي وروروليو او امناكه دستورو باندې بريدونه په زغم ، شرېكې بقا او د انساني وقار په بنیادي اقدار بريد دے۔

مزید خبریں