اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د علامه محمد اقبالؒ 150مې سالګرې لمانځلو په اړه د جوړې كړې نيشنل كميټۍ غونډه شوې چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې علامه اقبالؒ سره سره په كال 2026 كښې د قائد اعظم محمد علي جناحؒ 150مې سالګرې په اړه …
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د علامه محمد اقبالؒ د 150مې سالګرې لمانځلو په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د علامه محمد اقبالؒ 150مې سالګرې لمانځلو په اړه د جوړې كړې نيشنل كميټۍ غونډه شوې چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې علامه اقبالؒ سره سره په كال 2026 كښې د قائد اعظم محمد علي جناحؒ 150مې سالګرې په اړه په قامي كچ دستورو په تابيا كولو غور وشو۔ په دې موقع احسن اقبال ووئيل كال 2026 به د قائداعظم محمد علي جناحؒ كال ګرځولې شي او د قائداعظمؒ 150مه سالګره به په قامي كچه په زړه پورې ډول لمانځلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل دستورو ته حتمي شكل وركولو لپاره يوه ذيلي كمېټي جوړېږي كومه چې به په پنځو ورځو كښې خپل سفارشات وړاندې كوي۔ ده امر وكړٶ چې دستورې دې مقصد لرونكې او موثره جوړولو لپاره كوټلې تګلاره اختيار كرې شي دغسې چې د ھغې اثر يوازې رسمي نه وي بلكې فكري او د تربيې اړخونه هم رامخې كړي۔ ده ووئيل د قائداعظم وژن د پاكستان بشپړه رهنمائي كوي او ھغوي اصول اتحاد، ايمان او تنظيم به په بشپړه توګه رامخې ته كولې شي۔ ده زور راوړو چې د قائداعظمؒ ژوند او پاكستان جوړېدو لپاره د دوي كردار په ځانګړې توګه رامخئ ته كولو لپاره به معياري ډرامه سيريز هم جوړولې شي۔










