پاكستان د مرستې په ځاے په تلپاتي معاشي پرمختګ او په شريكه ګټه اډانه همكارۍ لپاره تجارت او سرمايه كارۍ ته مركزي حيثيت وركوي: د خزانې وفاقي وزير د سي اين اين بزنس عريبك سره مركه

اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاكستان اوس د مرسته په ځائے په تلپاتي معاشي پرمختګ او شريكه ګټه اډانه همكارۍ لپاره تجارت او سرمايه كارۍ ته مركزي حيثيت وركوي او د دې تګلارې له مخې نړيوالو همكارانو ٬ په خاص توګه خليجي هېوادونو سره اقتصادي تړون لا مضبوطولې شي۔ سي اېن اېن بزنس عرېبك سره مركه كښې د خزانې وفاقي وزير …

اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاكستان اوس د مرسته په ځائے په تلپاتي معاشي پرمختګ او شريكه ګټه اډانه همكارۍ لپاره تجارت او سرمايه كارۍ ته مركزي حيثيت وركوي او د دې تګلارې له مخې نړيوالو همكارانو ٬ په خاص توګه خليجي هېوادونو سره اقتصادي تړون لا مضبوطولې شي۔ سي اېن اېن بزنس عرېبك سره مركه كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل د وزیرِاعظم لخوا په ګوته شوے ستراتيجيكي اړخ د پاكستان د معاشي باور او اصلاحاتي پېشرفت عكاسي كوي۔ سېنېټر اورنګزېب ووئيل د تېرو 18 مياشتو په مهال پاكستان په يو بشپړ مېكرو اكنامك استحكام پروګرام كار كړے دے چې په نتيجه كښې يۍ ښكاره او بشپړه كاميابۍ ترلاسه شوې۔ ګراني كومه چې په يوه موقع ریکارډ 38 فیصد ته رسېدلې وه اوس د سنګل ډیجټ كچې ته راغلې ده۔ په مالیاتی محاذ پاكستان پرائمری سرپلس ترلاسه كړے دے٬ دغسې كرنټ اكاؤنټ خساره د ټاكلو هدفونو دننه ده۔ ده ووئيل د زر مبادله په شرح كښې استحكام رامخې ته شوے او د زر مبادله پنګې نزدې د 2.5 مياشتو درآمدات برابر شوي دي كومې چې د بهرني مالياتي استحكام علامت دي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل سږ كال درېو نړيوالو كرېډټ رېټنګ ايجسنيو د پاكستان رېټنګ او آؤټ لك ښه كړے دے۔ بل دا چې پاكستان د آئي اېم اېف د اېکسټېنډډ فنډ فېسلټی لاندې دويمه جائزه په كاميابۍ بشپړه كړې د كومې منظوري چې د روانې اونۍ په مهال د آئي اېم اېف اېګزېكټو بورډ وركړه۔ دې ياد پرمختګ سره په نړيواله كچه د پاكستان د معاشي پالېسيو په اصلاحاتي اړخ د وړاندې تللو څرګندونه كيږي۔ د ټېكس اصلاحات په اړه وفاقي وزير ووئيل ټېکس ټو جي ډي پي شرح، كومه چې د اصلاحاتي پروګرام پېل كېدو په وخت 8.8 فیصد وه، تېر مالي كال كښې 10.3 فیصد شوې او تر 11 فيصده د دې د رسېدو ښكاره امكان دے۔ سېنېټر اورنګزېب د سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات او قطر په شمول د خليجي هېوادونو د اوږد مهاله معاونت ستائېلو سره ووئيل دې هېوادونو د فنانسنګ، فنډنګ او آئی اېم اېف په څير نړيوالو مالياتي ادارو كښې د همكارۍ د لارې د پاكستان بشپړه مرسته كړې۔ ده ووئيل ترسيلات زر كرنټ اكاؤنټ لپاره مهم كردار ترسره كوي كوم چې تېر كال نزدې 38 ارب ډالر پاتې شول او د روان كال په مهال د دې 41 څخه تر 42 ارب ډالر رسېدو امكان دے په كومو كښې چې نيم څخه زيات خليجي هېوادونو څخه راځي۔ سېنېټر اورنګزېب د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان په مرسته تكيه كولو په ځائے په تلپاتي معاشي پرمختګ او شريكه ګټه اډانه همكارۍ لپاره تجارت او سرمايه كارۍ ته مركزي حيثيت وركوي۔ ده ووئيل په پېداواري څانګو كښې نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كارۍ سره به جي ډي پي زياته او د روزګار موقعې رامخې ته شي او پاكستان او د دې همكارانو لپاره به شريكې معاشي ګټې ترلاسه شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې حكومت دا وژن عملي كولو له په بشپړه توګه متحرك دے۔

مزید خبریں