پاك بحريه شمالي بحيره عرب كښې د فائر پاور مظاهره وكړه

پېنډۍ 15 دسمبر (اے پي پي) پاك بحريه په شمالي بحيره عرب كښې د M-90(N) ER كچې څخه تر فضا د وېشتونكې ميزائل په كاميابۍ د لائيو ويپن فائرنګ د لارې د خپل آپريشنل چمتوالي او د جنګي صلاحيت توثيق كړے۔ د فائر پاور د څرګندونې په مهال٬ د پاك بحريه بېړۍ انتهائي مينووريبل فضائي هدفونه په كاميابۍ سره په نخښه كړل٬ چې ورسره د پاك بحريه جنګي صلاحيت يو …

پېنډۍ 15 دسمبر (اے پي پي) پاك بحريه په شمالي بحيره عرب كښې د M-90(N) ER كچې څخه تر فضا د وېشتونكې ميزائل په كاميابۍ د لائيو ويپن فائرنګ د لارې د خپل آپريشنل چمتوالي او د جنګي صلاحيت توثيق كړے۔ د فائر پاور د څرګندونې په مهال٬ د پاك بحريه بېړۍ انتهائي مينووريبل فضائي هدفونه په كاميابۍ سره په نخښه كړل٬ چې ورسره د پاك بحريه جنګي صلاحيت يو ځل بيا رامخې ته شو٬ كمانډر پاكستان فليټ او د پاك بحريه په فليټ يونټ د دې لائيو فائرنګ مشاهده وشوه۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې كمانډر پاكستان فليټ په فائرنګ كښې ګډون كوٶنكو افسرانو او ځوانانو د وظيفائي پوهې٬ عزم او اعليٰ كاركردګۍ ستائنه او د دې عزم پخلے وكړو چې پاك بحريه په هر صورت د پاكستان سمندري دفاع باوري كولو او د قامي بحري مفاداتو تحفظ لپاره چمتو ده

مزید خبریں