اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری مور پلار،مشرانو ، اولسي نمائندګانو او په کمیونټی لارښژدو زور راوړې چې 15 نه تر 21 دسمبر 2025 د هېواد په ټولو صوبو او ټولو سيمو كښې پېل كيدونكې د پوليو مخنيوي قومی كمپائن بشپړه مرسته وكړي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې آصفه بھټو زرداری وئيلي …
بی بی آصفه بھټو زرداری دسمبر کښې د پوليو كمپائن لپاره د اولسي مرستي اپيل
اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری مور پلار،مشرانو ، اولسي نمائندګانو او په کمیونټی لارښژدو زور راوړې چې 15 نه تر 21 دسمبر 2025 د هېواد په ټولو صوبو او ټولو سيمو كښې پېل كيدونكې د پوليو مخنيوي قومی كمپائن بشپړه مرسته وكړي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې آصفه بھټو زرداری وئيلي چې د دې كمپائن کامیابی د اجتماعی ذمه وارۍ سره تړلي ده او كورنيو ته اپيل كوو چې د 5 كلونو څخه كم عمره ټولو ماشومانو له د پولیو مخنيوي څاڅكي وركړي۔د دې كمپائن په مهال ټول هېواد كښې 45.4 ملیونه ماشومانو له د ویکسین وركولو هدف مقرر كړې شوے،چې پكښې پنجاب كښې 23.3 ملیونه ، سندھ كښې 10.6 ملیونه ، خېبر پښتونخوا كښې 7.3 ملیونه او بلوچستان كښې 2.66 ملین ماشومان شامل دي،دغسې پاتې ماشومان به آزاد جموں و کشمیر، ګلګت بلتستان او اسلام آباد كښې كور كولې شي۔دي ووئيل پولې پورې غاړي څخه وائرس منتقل كيدو مخيوي لپاره به دا كمپائن افغانستان د دسمبر پولیو كمپائن سره همغږۍ سره چلولې شي۔دي د شهیدي بینظیر بھټو هلي ځلي يادولو سره ووئيل پاکستان كښې د پوليو مخنيوي قومی وړومبې كمپائن 1994 كښې د هغې په مشرۍ كښې پېل شوې ؤ او د هغې وژن نن هم د دې رنځ خاتمے لپاره قومي هڅو رهنمائی کوي۔ بی بی آصفه بھټو زرداری ووئيل دې هلو ځلو سره زما د كور ذاتي تعلق دے، ځكه چې زه هغه وخت رايادوم كله چې زما مور د وزیرِاعظمي په حيث ما له پخپله د پولیو وړومبې څاڅكي راكړې ؤ۔بی بی آصفه بھټو زرداری وګړو ته اپيل وكړو چې د ویکسی نیټرز هركلے وكړئ، كوم هم پاتې شوې ماشوم اطلاع وركړئ او د فرنټ لائن کارمندانو ډاډګيرنه وكړئ،ځكه چې په ګډه هلو ځلو سره د دې وائرس خاتمه او پاکستاني ماشومانو د سباؤن تحفظ ممکن دے۔











