کوئټه 14 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي چې د بلوچستان ځوانان په زړه پورې صلاحيتونه لري،ځوانانو مخ په وړاندې بوتللو له به يو برابر موقعې وركولې شي٬ صوبائي حکومت د ځوانانو صلاحيتونه په قومي او نړيواله كچه په ډاګه كولو له هر ممكن مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ’’سلطان ګولډن ګنيز ريکارډ اټمپټ ايونټ 2025‘‘ دستوري ته وينا كښې …
د بلوچستان ځوانان په زړه پورې صلاحيتونه لري،ځوانانو مخ په وړاندې بوتللو له به يو برابر موقعې وركولې شي۔د بلوچستان وزيراعليٰ
کوئټه 14 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي چې د بلوچستان ځوانان په زړه پورې صلاحيتونه لري،ځوانانو مخ په وړاندې بوتللو له به يو برابر موقعې وركولې شي٬ صوبائي حکومت د ځوانانو صلاحيتونه په قومي او نړيواله كچه په ډاګه كولو له هر ممكن مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ’’سلطان ګولډن ګنيز ريکارډ اټمپټ ايونټ 2025‘‘ دستوري ته وينا كښې وكړه۔وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل سلطان ګولډن ګينز ورلډ ريکارډ جوړولو سره نه يواځې د بلوچستان بلکه د پاکستان نامه په ټوله نړۍ كښې روښانه كړي كوم چې د صوبے لپاره د فخر خبره ده۔ده د سلطان ګولډن غير معمولي محنت، لګن او عزم ستائلو سره د هغه لپاره د 5 كروړه روپو انعام اعلان هم وكړو۔ مير سرفراز بګټي ووئيل صوبائي حکومت د لوبو او مثبت هلو ځلو ودي لپاره چمتو دے او ځوانانو له مخ په وړاندې تللو لپاره يو برابر موقع وركوي۔ده ووئيل د بلوچستان ټيلنټ يواځې موقعو ته سترګي په لاره دے او حکومت به د دې ډول ټولو صلاحيت لرونكو ځوانانو ډاډګيرنه كوي۔وزيراعليٰ ووئيل د صوبے ټولو لوبغاړو او ځوانانو ټيلنټ زياتولو له به هر ممكن سهوليات وركولې شي دغسې چې په نړيواله كچه د هېواد او صوبے نمائندګي وكړې شي۔ده سلطان ګولډن له په دې لويه کاميابۍ مبارکي وركولو سره ووئيل د هغه کاميابي د بلوچستان ځوانانو لپاره يو روښانه مثال دے۔











