روم 14 دسمبر (اے پي پي) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په سوات كښې اطالوي آثارِ قديمه مشن 70مي سالګرې په موقع دستوره كښې د خاص ميلمه او کليدي مقرر په حيث ګډون وكړو۔جاريشوې بيان له مخې وفاقي وزير دا مهال د اټلي په سرکاري دوره دے چرته چې هغه د آئي سي سي آر او اېم جنرل اسمبلۍ كښې پاكستاني پلاوي مشري كوي۔دستورې ته …
سوات كښې اطالوي آثار قديمه مشن 70مه سالګره: د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي دستوره كښې ګډون
روم 14 دسمبر (اے پي پي) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په سوات كښې اطالوي آثارِ قديمه مشن 70مي سالګرې په موقع دستوره كښې د خاص ميلمه او کليدي مقرر په حيث ګډون وكړو۔جاريشوې بيان له مخې وفاقي وزير دا مهال د اټلي په سرکاري دوره دے چرته چې هغه د آئي سي سي آر او اېم جنرل اسمبلۍ كښې پاكستاني پلاوي مشري كوي۔دستورې ته وينا كښې وفاقي وزير د پاکستان او اټلي ترمينځه آثارِ قديمه او ثقافتي ورثے تحفظ په اړه پخوانۍ شراکت داري وستائله او هغه ئې د شريك تاريخي ورثے تحفظ لپاره مهمه وګرځوله۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكې مرستي، تعليمي تبادلو او اداره جاتي رابطو ته لا ودي وركولو لپاره په روانو اقدامات هم رڼا واچوله۔وفاقي وزير ووئيل پاکستان د آثارِ قديمه تحقيق، تحفظ او تعليم ودې له لوظي دے او په دې څانګو كښې د اټلي سره مرستي لا زياتولو خوښي لرو۔دا دستوره د اټلي انټرنېشنل ايسوسي ايشن فار ميډيټيرينين اينډ اورينټل اسټډيز د سيوري لاندې شوي،چې پكښې د اټاليا د خارجه وزارت ترمخه د اټاليا د پرمختيائي مرستي ايجنسۍ او يونيورسټي آف وينس مرسته كړي۔دستوره كښې پاکستان كښې جوړ اطالوي آثارِ قديمه مشن ته پيرزوئنې وړاندې شوي،د كوم بنياد چې د اټاليا نوموړي آثارِ قديمه پوهه جوسيپے ټوچي په 1955 كښې اېښودلې ؤ۔په دې موقع پاکستان كښې د بېل آثارِ قديمه په ځايونو تکنيکي او علمي مرسته رامخې ته شوي۔دستورو په مهال څلور سيشنز شوې چې پكښې پاکستان كښې د مشن تاريخ، خېبر پښتونخوا حکومت سره روانه مرسته او د سباؤن په پروژو خبري اتري شوي۔











