اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د اېس آئي اېف سي مؤثره سهولت كارۍ سره په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودي لپاره ګامونه پورته كيږي،د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د چين هيبي جوهانګ انرجي ټيكنالوجي ګروپ پلاوي سره مهم ملاقات شوے په دې مهال د چين پلاوي په پاكستان كښې د سولر انرجي او هائي ټيك په څانګو كښې په اربونو ډالره سرمايه كارۍ …
پاك چين اقتصادي شراكت دارۍ كښې پيش رفت، پاكستان كښې د سولر او هائي ټيك څانګو كښې د سرمايه كارۍ نوي موقعې
اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د اېس آئي اېف سي مؤثره سهولت كارۍ سره په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودي لپاره ګامونه پورته كيږي،د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د چين هيبي جوهانګ انرجي ټيكنالوجي ګروپ پلاوي سره مهم ملاقات شوے په دې مهال د چين پلاوي په پاكستان كښې د سولر انرجي او هائي ټيك په څانګو كښې په اربونو ډالره سرمايه كارۍ كښې خوښي څرګنده كړي۔ پلاوي په پاكستان كښې د سولر پينل مينوفيكچرنګ پلانټ لګولو تجويز هم وړاندې كړې۔ تفصيلاتو له مخې ملاقات كښې په بيجنګ كښې ستمبر 2025 كښې شوې پاكستان-چين بي ټو بي انويسټمنټ كنفرنس نتيجو جاج اخستلے شوې۔د كنفرنس په مهال په ګڼو ترجيحي څانګو كښې د 8.5 بليونه امريكائي ډالره معاهدے او شريكې منصوبے ترسره شوې۔ پاكستان د چين سرمايه كارو لپاره محفوظ، پُركشش او تندۍ سره زيات شوې سرمايه كارۍ مركز ګرځولې۔ پاكستان د اړخه سرمايه كارۍ لپاره 6,000 ايكړه زمكي بېلولو پريكړه شوې۔په دې موقع وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ووئيل پاكستان د اقتصادي استحكام پلو روان شوې،سټاك ماركيټ انډيكس د تير كال په مقابلے كښې 4 نه تر 5 چنده ښه شوے،پاكستان او چين په شريكه مرسته روزګار، برآمدات او صنعتي پرمختګ كښې په زړه پورې اضافه متوقع ده۔ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودي لپاره د اېس آئي ايف سي په هڅو د هېواد معيشت استحكام پلو روان دے۔











