سوډان كښې ډرون بريد كښې د يو يو اين امن مشن د بنګلا ديش 6 اهلکار مړه، 8 ژوبل

خرطوم 14 دسمبر (اے پي پي) جنګ ځپلي سوډان كښې د ملګرو ملتونو په يو تنصيب ډرون بريد كښې د بنګله دېش سره تعلق لرونكي 6 امن اهلکار مړه او 8 ژوبل شوې دي۔الجزيره له مخې د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونيو ګوتريس د ډرون بريد غندنه كولو سره وئيلي چې د خالي په ورځ شوې دا بريد مينځنۍ سيمي کردوفان ښار کادوګلي كښې د ملګرو ملتونو امن مشن په …

خرطوم 14 دسمبر (اے پي پي) جنګ ځپلي سوډان كښې د ملګرو ملتونو په يو تنصيب ډرون بريد كښې د بنګله دېش سره تعلق لرونكي 6 امن اهلکار مړه او 8 ژوبل شوې دي۔الجزيره له مخې د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونيو ګوتريس د ډرون بريد غندنه كولو سره وئيلي چې د خالي په ورځ شوې دا بريد مينځنۍ سيمي کردوفان ښار کادوګلي كښې د ملګرو ملتونو امن مشن په لاجسټکس بيس شوې دے۔سيکريټري جنرل بيان له مخې بريد كښې ژوبل شوې 8 اهلکارو حالت اندېښمن دے،ټول وژلې شوي او ژوبل شوې اهلكارو تعلق د بنګله دېش سره دې، كوم چې ابيئي لپاره د ملګرو ملتونو عبوري سلامتي فورس كښې خدمات ترسره كول۔انتونيو ګوتريس په خپل بيان كښې وئيلي چې زه د سوډان ښار کادوګلي كښې د ملګرو ملتونو امن مشن لاجسټکس بيس په نښه كونكي ډرون بريد سخته غندنه كوم۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو امن اهلکار په نښه كول د نړيوال قانون له مخې جنګي جرمونو زمرے كښې راځي، جنوبي کردوفان كښې بريد په شان پېښي د نه قبلولو وړ او په دې ځواب وركول لازم دي۔د سوډان پوځ د دې بريد تور په نيم پوځي ډلي ريپډ سپورټ فورسز لګولې دے۔