اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د خزاني وزارت واضحه كړې چې تازه ميمورنډم آف اکنامك او فنانشل پاليسيز (اېم اي اېف پي) كښې شامل اقدامات د حکومتِ پاکستان او آئي اېم اېف ترمينځه ترسره شوې اصلاحاتي ايجنډے فطري تسلسل دے كوم چې مرحله وار انداز كښې د هېواد معاشي استحکام او كوټلي پرمختګ لپاره نافذ کړې كيږي او هغه سمدستي يا غير متوقع نوي شرطونو سره تعبير کول …
آئي اېم اېف ايکسټينډډ فنډ فيسلټي ترمخه د اصلاحاتو تسلسل او پس منظر۔ د خزاني وزارت اعلاميه
اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د خزاني وزارت واضحه كړې چې تازه ميمورنډم آف اکنامك او فنانشل پاليسيز (اېم اي اېف پي) كښې شامل اقدامات د حکومتِ پاکستان او آئي اېم اېف ترمينځه ترسره شوې اصلاحاتي ايجنډے فطري تسلسل دے كوم چې مرحله وار انداز كښې د هېواد معاشي استحکام او كوټلي پرمختګ لپاره نافذ کړې كيږي او هغه سمدستي يا غير متوقع نوي شرطونو سره تعبير کول د حقائق څخه نا پوهۍ مترادف دے۔د اتوار په ورځ په خپله يوه اعلاميه كښې د خزاني وزارت د آئي اېم اېف ايکسټينډډ فنډ فيسلټي (اي اېف اېف ) پروګرام ترمخه ترسره شوې اصلاحاتي اقدامات پس منظر، تسلسل او مرحله وار نوعيت بيانولو سره نوره هم واضحه كړې چې نوي شرطونو سره تعبير کړې شوې اقدامات نه خو سمدستي لګولې شوې او نه غير متوقع دي، بلکه دا د حکومتِ پاکستان او آئي اېم اېف ترمينځه ترسره شوې د مينځنۍ مودې اصلاحاتي تګلاري برخه ده،چې پكښې ځيني اصلاحات پخپله د حکومتِ پاکستان د اړخه پېل شوې دي۔د آئي اېم اېف ايکسټينډډ فنډ فيسلټي پروګرام غړي هېوادونه د دې جوګه كوي چې ميينځنۍ موده كښې داسې ساختي اصلاحات نافذ کړي د كوم د لارې چې ترسره شوې پاليسي اهداف ترلاسه كړې شي۔دغه اصلاحات كوم هم پړاؤ كښې نه بلكه د ټول پروګرام په مهال مرحله وار انداز كښې نافذ کيږي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوې چې دې ډول اصولو ترمخه اي اېف اېف پروګرام ترمخه اقدامات منطقي مراحل كښې تقسيميږي۔ د هرې جائزے سره نوي اقدامات شامل کړی كيږي دغسې چې د پروګرام په پېل كښې ترسره شوې حتمي اهداف پرله پسې ترلاسه كړې شي۔د آئي اېم اېف سره دويمي جائزے نه پس ترسره شوې ميمورنډم آف اکنامك اينډ فنانشل پاليسيز د وړومبۍ جائزے تسلسل دے او هغه بشپړوي۔اعلاميه كښې وئيلي شوې خلاصه دا ده چې تازه اېم اي اېف پي كښې شامل اقدامات د حکومتِ پاکستان او آئي اېم اېف ترمينځه ترسره شوې اصلاحاتي ايجنډے فطري تسلسل دې،كوم چې مرحله وار انداز كښې د هېواد معاشي استحکام او كوټلي پرمختګ لپاره نافذ کړې كيږي او هغه سمدستي يا يا غير متوقع نوي شرطونو سره تعبير کول د حقائق څخه د بے خبرۍ مترادف دې۔











