سردار اياز صادق غزه كښې طوفاني بارانونو له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په غزه كښې اوسني بارانونو له امله په شوې قيمتي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ډ ځپليو فلسطينيانو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيکر سردار اياز صادق وئيلي چې د زياتو بارانونو له امله په غزه كښې …

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په غزه كښې اوسني بارانونو له امله په شوې قيمتي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ډ ځپليو فلسطينيانو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيکر سردار اياز صادق وئيلي چې د زياتو بارانونو له امله په غزه كښې د بے كوره شوي فلسطينيانو مشکلات تر تشويشناك حد زيات شوې او کمزور پناه ځايونه او خيمے نوري غير محفوظ شوې۔د خوراك، څښلو اوبو او نورو بنيادي سهوليات کمې دے هلته اولس د سخت خراب حالات سره مخ دي۔ده ووئيل د غزه بے ګناه وګړي يو پلو سخت موسمي حالات او بل پلو سنګين انساني بحران سره مخ دي دغسې قابض اسرائيلي عسكرو د اړخه امدادي هلو ځلو كښې خنډان انساني بحران نور هم زياتوي۔د قومي اسمبلۍ سپيکر د لوے څښتن څخه د غزه ځپليو كورنۍ سنګين موسمي حالات او اسرائيلي جارحيت څخه آزاد كړي،ده د شهيدانو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔

مزید خبریں