د 9 مئي پېښې ماسټر مائنډ فيض حميد ؤ،د احتساب عمل به تر منطقي انجام رسولې شي۔خواجه محمد آصف

سيالکوټ 13 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې په قومي منظرنامے اوسنيو كښې رامخې ته شوې پېښي شايد پاکستان په تاريخ كښې مثال نه لري۔د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل يوے ادارے د احتساب عمل خپل ځان څخه پېل كړے او يو سينئر افسر او د آئي اېس آئي پخواني مشر په ضد تقريباً 15 مياشتي اوږدې عدالتي كاروائي نه پس …

سيالکوټ 13 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې په قومي منظرنامے اوسنيو كښې رامخې ته شوې پېښي شايد پاکستان په تاريخ كښې مثال نه لري۔د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل يوے ادارے د احتساب عمل خپل ځان څخه پېل كړے او يو سينئر افسر او د آئي اېس آئي پخواني مشر په ضد تقريباً 15 مياشتي اوږدې عدالتي كاروائي نه پس سزا اورولې شوي،كوم چې يو غير معمولي او تاريخي اقدام دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په سيالکوټ كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل په دې معاملے كښې نور تورونه او قانوني اړخونه شته په كوم به چې کارروائي كولې شي او په دې كښې زيات وخت نه لګي۔ خواجه محمد آصف ووئيل تير وخت كښې اولسي مينډيټ سره اقتدار كښې راتلونكي قيادت د يو منظم سازش ترمخه کمزورې كړې شوے، نواز شريف غير د څه بشپړه عدالتي کارروائي مقدمو كښې ګهير كړې شوے،زندان او جلاوطنۍ سره مخ شوے،د هغه كورنۍ ، کارمندان او د ګوند قيادت په نښه كړې شوي او دا ټول د يو سازش او منصوبے برخه وه۔ده ووئيل پروجيکټ باني پي ټي آئي په شا ابتدا كښې بېل عناصر سرګرم ؤ ،لاهور كښې د وړومبۍ جلسے ارينجمنټ هم د بل اړخه شوې ؤ خو كله چې په هغه منصوبے بشپړه عملدرآمد پېل شو نو د هغې مقصد نواز شريف اخوا كول او باني پي ټي آئي اقتدار كښې راوستل وو۔ده ووئيل د هغه منصوبے عملي پېل فيض حميد كړې ؤ۔د دفاع وزير ووئيل كال 2018 په ټاكنو كښې چې څه شوې هغه د ټولو په وړاندې دي او فيض حميد په نګرانۍ كښې باني پي ټي آئي اقتدار كښې راوستلے شوې۔ده ووئيل تيرو څلورو كلونو كښې هېواد سره چې څه شوې،په هغې كښې باني پي ټي آئي او فيض يو بل سره شراکت دار ؤ او پاکستان ئې تباهۍ ته رسولې ؤ۔ده ووئيل د فيض حميد د لارې سياسي دباؤ، مالي وسائل او بېل سهولتونه وركړې شوي او باني پي ټي آئي له مسلسل سهارا وركړے كيده۔خواجه محمد آصف ووئيل قوم له باور وركوو چې دغه سلسله به په دې ځائې ختمولې نشي او د پاکستان د دښمنانو احتساب به تر منطقي انجام رسولې شي۔ده ووئيل څوك چې هم خپل اقتدار، طاقت او چوكو لپاره هېواد ته زيان رسوي،هغه د پاکستاني وئيلو حقدار نه دي،كه د دغسې عناصرو بشپړه احتساب ونه شو نو هغوي به چرې هم د پاکستان خير خواه ثابت نه شي۔

مزید خبریں