پينډۍ 13 دسمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي چې د 9 مئي پېښي يواځې اتفاق نه ؤ بلکه يو منظم سازش ؤ چې د لارې ئې د پاکستان سلامتيا او رياستي اداري په نښه شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پينډۍ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري د سيوري لاندې ايوب نيشنل پارك كښې درې ورځني فوډ فيسټيول افتتاح په موقع خطاب کښې وكړه۔ وفاقي وزير …
د 9 مئي پېښي يواځې اتفاق نه ؤ بلکه يو منظم سازش ؤ چې د لارې ئې د پاکستان سلامتيا او رياستي اداري په نښه شوي۔ د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي
پينډۍ 13 دسمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي چې د 9 مئي پېښي يواځې اتفاق نه ؤ بلکه يو منظم سازش ؤ چې د لارې ئې د پاکستان سلامتيا او رياستي اداري په نښه شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پينډۍ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري د سيوري لاندې ايوب نيشنل پارك كښې درې ورځني فوډ فيسټيول افتتاح په موقع خطاب کښې وكړه۔ وفاقي وزير د پيندۍ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري کردار ستائلو سره ووئيل چيمبر نه يواځې د کاروباري ورورولۍ مسئلو حل لپاره فعال دے بلكه اولسي ، ثقافتي او مثبت هلو ځلو وده كښې هم په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ده په كامياب فوډ فيسټيول کولو د چيمبر صدر، سينئر وائس پريذيډنټ، وائس پريذيډنټس او ټولي ډږي له مباركي وركولو سره هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ حنيف عباسي ووئيل ټيکسونو كښې کمې، انرجي بحران او بجلۍ بيعو په شان په مهمو مسئلو د پينډۍ چيمبر مؤثره او متحرك کردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل چيمبر د حکومت او اړژندو ادارو سره پرله پسې رابطه لرلو سره د بزنس کميونټي تحفظ او د هېواد معيشت ښه كولو له ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل د دې فوډ فيسټيول ټول کريډټ د پينډۍ چيمبر آف کامرس ته ترلاسه دے كوم چې هر كال مثبت، تعميري او عوام دوست هلي ځلي كوي۔ده ووئيل د غير ملکي سفارتکارو په فوډ فيسټيول كښې كډون نه پس د پاکستان مثبت تاثر به خپلو هېوادونه وړي۔ده ووئيل پاکستان يواځې د ترهه ګرۍ سره تړل سم نه دي زمونږ ثقافت، روايات، ميلمستيا او مثبت اړخونه هم رامخې ته كول د وخت مهم ضرورت دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پي ټي آئي باني بیانیه د هېواد د كټو او قومي سلامتيا او ادارو په ضد ده۔ ده ووئيل د اقتدار په هوس كښې د هېواد سلامتيا ته زيان رسولو سره په 9 مئي د شهيدانو یادګارونه ويجاړ كړې شوي، کور کمانډر هاؤس او جی ایچ کیو بريدونه شوي۔ده ووئيل دا هغه سازش وو د كوم چې دښمن خواهش لرلو۔ وفاقی وزیر ووئيل چیف آف دیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې د پاكستان وسله وال ځواكونه د لس چنده لوئ دښمن له تاریخی ماتې وركړې كوم چې ټولي نړۍ منلې۔ده ووئيل د شهيدانو د قربانو په سوب نن په ټوله نړۍ كښې د پاکستان زندہ باد غږونه پورته كيږي او قوم په خپلو ځواكونو فخر كوي۔ حنيف عباسي د ريلوے څانګي په اړه خبرو كښې ووئيل د ټيم ورك د لارې په دې څانګه كښې هم ښه والې كيږي او اولس له ښه سهوليات وركولو له عملي اقدامات کوو۔دا خبره دې ياده وي چې ايوب نيشنل پارك كښې روان فوډ فيسټيول كښې ګڼ شمير وګړي او په خاص توګه فيمليز، غير د څه ويري ترهې ګډون كوي دغسې بېل اسټالونه ، روايتي خوراك او تفريحي هلي ځلي هم رواني دي۔











