لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د پاکستان په معیشت كښې استحکام د كوټلي پرمختګ پلو مثبت اقدام دے، د حکومت اصلاحاتی اقدامات په نتيجه كښې ځائې صنعتونو ته وده ترلاسه شوي چې ورسره پیداواری څانګه كښې د بحالۍ عمل تند شوے او معاشی اشاریو كښې ښه والې راغلے۔د بزنس کمیونټی په مرسته به …
د پاکستان په معیشت كښې استحکام د كوټلي پرمختګ پلو مثبت اقدام دے،بزنس کمیونټی په مرسته به هېواد په معاشي توګه مخ په وړاندې بوځو۔ محمد اورنګزیب
لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د پاکستان په معیشت كښې استحکام د كوټلي پرمختګ پلو مثبت اقدام دے، د حکومت اصلاحاتی اقدامات په نتيجه كښې ځائې صنعتونو ته وده ترلاسه شوي چې ورسره پیداواری څانګه كښې د بحالۍ عمل تند شوے او معاشی اشاریو كښې ښه والې راغلے۔د بزنس کمیونټی په مرسته به هېواد په معاشی توګه مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ ځائې هوټل كښې د لاهور چیمبر د سيوري لاندې آل پاکستان چیمبرز کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔د خزاني وفاقی وزیر ووئيل خود کار نظام سره په ټیکس وصولۍ كښې شفافیت راغلے،ټیکس وركونكو له آسانيو وركولو سره د حكومت اعتماد زيات شوې۔ده ووئيل ټیکس نظام كښې شفافیت لپاره په این ایف سی ایوارډ تيره اوونۍ كښې شوې غونډه كښې د څلورو واړو صوبو اعلیٰ وزيرانو او د خزاني وزيرانو ګډون كړې۔په غونډه كښې د صوبو مشاورت سره مخ په وړاندې تللو ته سلا راغلې۔ده ووئيل این ایف سی 8 ګروپ كښې دوه د وفاق دغسې 6 صوبو سره دي۔وفاقی وزیر ةوئويل ادارو كښې حکومتی مداخلت کموو۔ده ووئيل پرائیویټ سیکټر د هېواد معیشت لیډ کوي او آئی ټی سیکټر ډير ښه كار كوي۔ده ووئيل د ټیکسټائل پشمول پاتې څانګي هم برآمدات وده كښې خپل کردار ترسره كړي،ږ كال ترسیلات زر 43 اربه ډالره څخه زيات شوې۔ده ووئيل لوئ صنعت کار دې راوړاندې شي دې سره به بهرنيۍ سرمايه كاري زياته شي۔ وفاقی وزیر ووئيل بی آئی اېس پی بجټ كښې 27 فیصده اصافه شوي۔ده ووئيل 24 اېس او ایز پرائیویټائزیشن کمېشن ته سپارلې شوي۔ده سوداګرو ته ووئيل پرائیویټائزیشن په اړه د حکومت سره مرسته وكړي۔ وفاقی وزیر ووئيل حکومت بزنس کمیونټی مسئلو حل لپاره چمتو دے۔د خزاني وفاقی وزیر ووئيل حکومت اصلاحاتی اقدامات په نتيجه كښې ځائې صنعتونو ته وده ترلاسه شوي،چې ورسره پیداواری څانګه كښې د بحالۍ عمل تند شوے او معاشی اشاریو كښې ښه والې راغلے۔ده ووئيل د سرمایه كارو او سوداګرو د حکومت په تاجر دوست پالیسیو اعتماد بحاليدو سره کاروبار ته وده ترلاسه شوي او معیشت قوي شوې۔دې څخه وړاندې د لاهور چیمبر صدر فهیم الرحمان سهګل خطبه اسقبالیه وړاندې كړه۔ کنفرنس ته د سارك چیمبرز وائس پریذیډنټ میاں انجم نثار پشمول نورو وينا وكړه۔په دې موقع د لاهور چیمبر صدر د اړخه وفاقی وزیر ته شیلډ هم وړاندې كړې شو۔











