هېواد معاشي بحران څه وتللې دے،اداره جاتي اصلاحات سره به ګډګورننس زيات شي،ځوانانو له فني تربيه وركولو سره به عزت لرونكې روزګار وركولې شي۔وزيراعظم شهباز شريف نېشنل ريګوليټري ريفارمز پرانستي دستورې ته وينا

لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي چې هېواد معاشي بحران څخه وتللې دے،د پرمختګ پلو روان شوے، اداره جاتي اصلاحات سره به ګډګورننس زيات شي،ځوانان د هېواد قيمتي اثاثه ده،فني تربيه وركولو سره به عزت لرونكې روزګار وركوو۔د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ نېشنل ريګوليټري ريفارمز پرانستي دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع نائب وزيراعظم اسحاق ډار ،خاص مرستيال هارون اختر،د …

لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي چې هېواد معاشي بحران څخه وتللې دے،د پرمختګ پلو روان شوے، اداره جاتي اصلاحات سره به ګډګورننس زيات شي،ځوانان د هېواد قيمتي اثاثه ده،فني تربيه وركولو سره به عزت لرونكې روزګار وركوو۔د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ نېشنل ريګوليټري ريفارمز پرانستي دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع نائب وزيراعظم اسحاق ډار ،خاص مرستيال هارون اختر،د برتانيې د نړيوال پرمختګ وزيره بيرنس چيپمين ، پارلماني غړي ،كاروباري شخصيات او نور ګڼ شمير كښې موجود وو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل نن زما لپاره د يو اعزاز خبره ده چې زه دې افتتاحي دستوره كښې موجود يم،كاروباري طبقے او اولس د د دې اصلاحات غوښتنه تيرو څو لسيزو راهسې كوله،سرمايه كار، صنعت كار او سوداګره ورورولي د دې پيچيده قوانين غير ضروري ضوابط او اوږدې تګلاري څخه پريشان وو،ريګوليټري فريم ورك اجرا كوانټم جمپ حيثيث لري،د دې اصلاحات سره به د كاروباري ورورولۍ او اولس پخوانۍ مسئلے حل شي،زه د خاص مرستيال هارون اختر او د هغه ډلي ته په دې ښه اصلاحاتو پيرزوئنې وړاندې كوم۔محمد شهباز شريف ووئيل كله چې هم مونږ حكومت سنبھال كړې نو د هېواد معيشت خراب وو او نازك صورتحال سره مخ وو، پاليسي ريټ معيشت مفلوج كړې ؤ،ګراني بے قابو او هېواد كشې كاروباري هلي ځلي د جمود ښكار وي،بهر هېوادونو څخه سرمايه كاري بنده شوې وه،هېواد په بشپړه ډول ديواليه كيدو ته نزدې شوې ؤ۔ده ووئيل زمونږ حكومت د ښه تګلاري سره د چيلنجونو مقابله كړې او د يو ټيم ورك د لارې ئې شپه ورځ كار كولو سره هېواد د دغه نازك صورتحال څخه وېستلے۔ده ووئيل نن الحمد الله پاكستان د معاشي بحران څخه وتللې دے،معاشي اشاريے ښه شوې،غير ملكي سرمايه كارو باور بحال شوې او هېواد كښې سرمايه كاري زياتيږي،پېښور نه تر كراچۍ معاشي هلي ځلي رواني دي،غير ملكي ادارے زمونږ د مثبت پاليسو معترف دي،د ښې تګلاري په سوب آئي اېم اېف د 1.2 بليونه ډالره قسط منظوري وركړې،چې ورسره به سبتؤن كښې معاشي حالات ښه شي۔وزيراعظم ووئيل ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده كومو لپاره چې روز ګار وركولو لپاره فني او پيشه وره تربيه وركولو له ټول وسائل كارولې كيږي او آسان كاروبار سكيم څخه ګڼ شمير ځوانان مستفيد كيږي۔ده ووئيل دې فني او پيشه وره تربيې وركولو سره به ځوانان نه يواځې د هېواد بلكه بهر هېوادونو كښې هم د روزګار موقعې ترلاسه شي،چې ورسره به هېواد څخه نه يواځې د بيروزګارۍ خاتمه ممكن شي بلكه د زرمبادله پانګي به هم زياتي شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت او صوبائي حكومتونه په ګډه اداره جاتي فرهم ورك ښه كولو له كوټلي اقدامات كوي،تعليم ،زراعت ،صنعت ،صحت،سوشل سيكټر پشمول ڼورو څانګو كښې اصلاحات ښه نتيجې رامخې ته كيږي۔ده ووئيل د اولسي مسئلو په اړه علم لرو كومو لپاره چې شپه ورځ چمتو يو،هېواد د پرمختګ پلو روان شوې،د نور ټارګټس ترلاسه كولو لپاره تندۍ سره مخ په وړاندې روان يو،د معيشت كوټلي كولو لپاره غير ملكي سرمايه كاري راغب كول دي،سعودي عرب ،متحده عرب امارات،برتانيې ،امريكې پشمول نور هېوادونو پشمول بېل سيكټرز كښې ښه والي له بشپړه مرسته كوو،ډير زر به معاشي قوت جوړ شو۔دستوري ته وينا كشې د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر ووئيل حكومت بېلو څانګو كښې اصلاحات معارفي كوي،دا يواځې يوه پاليسي نه بلكه يو نوې باب پېل كيږي۔ده ووئيل پرمختيائي رياست عمر له جرات مند، سهولت وركونكې او سباؤن په نظر كښې ساتي،پرمختيائي رياست وګړو لپاره سري فيتو كټ كولو په ځائې جدت ، مقابله ،تعمير او د پرمختګ موقعې وركوي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په واضحه ويژن، په زړه پورې محنت او صلاحيت كاركردګۍ كښې په بدلولو عزم لري،د هغه په مشرۍ كښې به د هېواد د پرمختګ دا مزل روان وي۔د برتانيې د نړيوال پرمختګ وزيري بيرنس چيپمين ووئيل ريګوليټري اصلاحات اجرا په دې دستوره كشې ګډون د اعزاز خبره ده،كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔ده ووئيل پاكستان په زړه پورې صلاحيتونه لري او د سرمايه كارۍ لپاره ښه هېواد دے، قدرتي وسائل لرونكې نړيوالې تجارتي لارو مركز په وجه پاكستان يو ښه مركز دے،دواړه هېوادونه خپلو كښې تجارتي رابطو زياتولو له لوظي دي۔دې څخه وړاندې وزيراعظم محمد شهبازشريف د نېشنل ريګوليټري اصلاحات پرانسته وكړه۔

مزید خبریں