له پي ټي آی سره خبرې اترې ختمې شوې ، په اسلام‌اباد برید په هېڅ صورت د زغملو وړ نه دې: محسن نقوي

لاهور۔4اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي پاکستان تحریک انصاف سره خبرې اترې ختمې شوي دي ، حکومت به په هېڅ صورت د 9 مئي په څير د پېښور يو وار ې بيا رامخې ته كېدو اجازه ورنكړي ، ددې ټولې معاملې خرابولو ذمه وار د خېبر پښتونخوا وزيراعلی دې٬ كه يو تن هم مري ذمه وار به يۍ وزيراعلی وي۔ د اتوار په ورځ …

لاهور۔4اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي پاکستان تحریک انصاف سره خبرې اترې ختمې شوي دي ، حکومت به په هېڅ صورت د 9 مئي په څير د پېښور يو وار ې بيا رامخې ته كېدو اجازه ورنكړي ، ددې ټولې معاملې خرابولو ذمه وار د خېبر پښتونخوا وزيراعلی دې٬ كه يو تن هم مري ذمه وار به يۍ وزيراعلی وي۔ د اتوار په ورځ قذافی سټېډیم كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د حکومت او پاكستان تحريك انصاف ترمنځه مذاكرات ون و ن صورتحان ته رسېدلې وو خو د خېبر پښتونخوا وزيراعلی لخوا د لوظنامې په مسوده كښې د بار بار بدلونونو د لاسه معامله سمه پاتې نه شوه۔ له پي ټي آی سره خبرې اترې ختمې شوې ، په اسلام‌اباد برید په هېڅ صورت د زغملو وړ نه دې۔ ده ووئيل صدر مملكت او وزيراعظم په بشړه توګه رابطه كښې دي۔ هغه صدر پاكستان ته فائنل ډرافټ ښودلې و بياهم په بېرته راتللو معلومه شوه چې وزيراعلی په دې كښې بدلونونه كړې دي۔ هغه ووئيل په مذاكراتي عمل كښې علامه ناصر عباس ، اسد قیصر، بېرسټر ګوهر او عامر ډوګر ښه نيت سره هڅې وكړې خو د بده مرغه د هغوي خپل ګوند لخوا د مذاكراتو له منځه وړولو هڅه وكړې شوه۔ كه پرېكړې وزيراعلی كوي نو بيا هغه بايد خپله مذاكراتو كښې شامل شوې و۔ محسن نقوی ووئيل دوه ورځې وړاندې مې بېرسټر ګوهر ته وئيلې و چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ته خپل استازې ولېږۍ دغسې چې په صوبه كښې د ترهګرۍ دلاسه په پیښو مسئله هغه سره خبره وكړې شي۔ اړوند كسان د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سره له مذاكراتو وروستو بېرته راغلل خو ډرافت كښې بدلونونه هم راوړل۔ ده ووئيل په مذاكراتو كښې شپږ يا اوو نكتې وې داسې كومه هم يوه نكته وه چې تعلق يۍ سياست سره وي ټولې چارې د ترهګرۍ په اړه وې۔ حكومت غواړي چې خېر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ خلاف ټول يو موټې شي۔ ده ووئيل داسې كېدې نه شي چې صوبه كښې ترهګري روانه وي او د صوبائي حكومت وزيرانو د پوځ خلاف بيانونه وركوي يا د شهيدانو په جنازه كښی ګډون ونكړي۔ داخله وزير په ډاګه كړه چې د حكومت لخوا د لانګ مارچ ملتوي كولو كوم خواست نه دې شوې۔ ده ووئيل حكومت دا خبره هم ډاګه كړی ده چې د لانګ مارچ پېل كېدو په صورت كښی به مذاكرات ختم شي۔

مزید خبریں