اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) اليکشن کميشن آف پاکستان په 14 دسمبر په شکارپور پي ايس 9 ، سندھ كښې كيدونكي ضمني اليکشن كښې د اولس آسانيو لپاره اليکشن مانيټرنګ و کنټرول سنټر جوړ كړې دے۔ جاري شوې بيان له مخې په دې سنټر كښې به اولس ته د اليکشن په اړه رابطه کولو او خپلو ګيلو درج کولو آسانۍ ترلاسه وي۔د ګيلو په وخت اَزاله کولو لپاره …
اليکشن کميشن په 14 دسمبر شکارپور پي اېس 9 ، سندھ كښې كيدونكي ضمني اليکشن كښې اليکشن مانيټرنګ و کنټرول سنټر جوړ كړو
اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) اليکشن کميشن آف پاکستان په 14 دسمبر په شکارپور پي ايس 9 ، سندھ كښې كيدونكي ضمني اليکشن كښې د اولس آسانيو لپاره اليکشن مانيټرنګ و کنټرول سنټر جوړ كړې دے۔ جاري شوې بيان له مخې په دې سنټر كښې به اولس ته د اليکشن په اړه رابطه کولو او خپلو ګيلو درج کولو آسانۍ ترلاسه وي۔د ګيلو په وخت اَزاله کولو لپاره به په سمدستي توګه کارروائي کولې شي او دې مقصد لپاره په سنټر كښې تربيت يافته عمله تعينات کړې شوي۔اليکشن کميشن د اولس ګيلو اندراج او د هغې سمدستي حل لپاره به 4 كچه کنټرول سنټر جوړ كړې چې پكښې د اليکشن کميشن سيکرټيريټ اسلام آباد نه علاوه صوبائي، ډويژن او په ضلعي كچه هم کنټرول روم جوړ ګړې۔اولس د ضمني ټاكنو په لړ كښې د ګيلو اندراج لپاره اي اېم سي سي سنټر عملے سره په اي ميل [email protected] هم رابطه کولې شي۔کميشن د اولس آسانيو لپاره سنټر كښې يو مخصوص هيلپ لائن سهولت هم وركړے ٬ رابطه لمبر 051111327000 ههم رابكه كول ېيش۔ کنټرول سنټر كښې سوشل ميډيا او اليکټرانک ميډيا مانيټرنګ سهولت هم شته۔












