اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سره پاكستان ميډيكل اينډ ډينټل كونسل(پي ايم ډي سي)صدر پروفيسر ډاكټر رضوان تاج په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې په هېواد كښې طبي تعليم٬ د بلوچستان ميډيكل زده كوونكو لپاره موقعو كښې په زياتوالي او د اسلام آباد روغتونونو كښې د هاؤس جاب په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔پروفيسر ډاكټر رضوان تاج د سينيټ …
د سينيټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره د پي ايم ډي سي صدر پروفيسر ډاكټر رضوان تاج ملاقات
اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سره پاكستان ميډيكل اينډ ډينټل كونسل(پي ايم ډي سي)صدر پروفيسر ډاكټر رضوان تاج په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې په هېواد كښې طبي تعليم٬ د بلوچستان ميډيكل زده كوونكو لپاره موقعو كښې په زياتوالي او د اسلام آباد روغتونونو كښې د هاؤس جاب په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔پروفيسر ډاكټر رضوان تاج د سينيټ دوهم چيئرمېن ته ووئيل بلوچستان كښې د ميډيكل تعليم ترلاسه كولو لپاره زده كوونكي د نورو صوبو په مقابل كښې زياتو چیلنجونو سره مخ دي۔ده سفارش وكړو چې وزيراعظم سره په رابطه كولو دې د ټول بلوچستان سركاري ميډيكل كالجونو كښې د ايم بي بي ايس چوكې زياته كړې شي ٬ دغسې چې هلته زيات نه زيات زده كوونكي ميډيكل تعليم ترلاسه كړي۔ده تجويز وړاندې كړو چې اسلام آباد كښې هاؤس جاب لپاره د بلوچستان ايم بي بي ايس ډاكټرانو لپاره پمز٬پولي كلينك او نورو سركاري روغتونونو كښې لږ تر لږه 20 فيصده كوټه دې وساتلې شي۔د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د پي ايم ډي سي د صدر سفارشات هركلي كولو سره باور وركړو چې زه به په دې لړ كښې د وزيراعظم سره خبره وكړم۔ده ووئيل بلوچستان د هېواد مهمه صوبه ده چرته چې سهوليات محدود دي٬ځكه هلته ځوانانو او اولس لپاره د زياتو نه زياتې موقعو وركولو ته مونږ پام لرنه كوو ۔د سينيټ دوهم چيئرمېن په دې خبره هم زور راوړو چې بلوچستان لپاره پمز كښې د ميډيكل زده كوونكو لپاره 20 فيصد كوټه٬ د بلوچستان ډاكټرانو لپاره هاؤس جاب كښې 20 فيصد كوټه او د پي جي شپ كښې به د كوټې اضافې څخه د صوبې صحت نظام كښې ځانګړے ښه والے راشي












