برسلز 12دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بيلجيئم دورې په مهال خپل هم څنګ برنارډ كوائنټن سره ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د غېر قانوني اميګرېشن مخ نيوي لپاره په مرسته تفصيلي د خيالاتو څرګندونه كړې۔په ملاقات كښې د اميګرنټس سمګلنګ باندې قابو موندلو لپاره دوه اړخيزه همكاري لا قوي كولو ته اتفاق كړے دے۔دواړو داخله وزيرانو ترمينځه د ترهه ګرۍ …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بيلجيئم داخله وزير سره ملاقات٬ د غېر قانوني اميګريېشن مخ نيوي له په مرسته زياتولو اتفاق
برسلز 12دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بيلجيئم دورې په مهال خپل هم څنګ برنارډ كوائنټن سره ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د غېر قانوني اميګرېشن مخ نيوي لپاره په مرسته تفصيلي د خيالاتو څرګندونه كړې۔په ملاقات كښې د اميګرنټس سمګلنګ باندې قابو موندلو لپاره دوه اړخيزه همكاري لا قوي كولو ته اتفاق كړے دے۔دواړو داخله وزيرانو ترمينځه د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬ د نشه اي توكو مخ نيوي او د پيراملټري فورسز شريك ټريننګ په اړه د مرستې به زياتولو هم خبرې وشوې۔داخله وزير محسن نقوي ووئيل نړۍ له د غېر قانوني اميګرېشن مخ نيوي لپاره شريكه تګلاره او مربوط اقدامات د عملي كولو ضرورت دے۔پاكستان د غېر قانوني اميګرېشن مخ نيوي لپاره سخت او موثر اقدامات كړي۔ د بيلجيئم داخله وزير برنارډ كوائنټن د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د غېر قانوني اميګرېشن په اړه د پاكستان هڅې د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئېل پاكستان منطقې او نړيوالې ورورولۍ لپاره يو مثبت مثال قائم جوړ كړے ۔ د ملاقات په مهال برسلز كښې د پاكستان سفارتكار او د بيلجيئم داخله وزارت اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔












