اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د جمعې په ورځ پاكستان كښې د قطر سفير علي الخاطر سره ملاقات وكړو كومې چې دوحه كښې راجوړ كړې شوي نړيوال تعليمي كنفرنس (ډبليو آئي ايس اي-12)كښې ګډون كولو ۔دا ملقات كنفرنس كښې د ګدون نه پس د قطر په سفارتخانه كښې وشو۔ د تعليم وزارت له مخې وجيهه قمر د قطر د تعليم وزير …
د تعليم وزير مملكت وجيهه قمر په پاكستان كښې د قطر سفير سره ملاقات٬د تعليم په اړه مرستې لا قوي كولو ته اتفاق
اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د جمعې په ورځ پاكستان كښې د قطر سفير علي الخاطر سره ملاقات وكړو كومې چې دوحه كښې راجوړ كړې شوي نړيوال تعليمي كنفرنس (ډبليو آئي ايس اي-12)كښې ګډون كولو ۔دا ملقات كنفرنس كښې د ګدون نه پس د قطر په سفارتخانه كښې وشو۔ د تعليم وزارت له مخې وجيهه قمر د قطر د تعليم وزير مملكت او نورو چارواكو لخوا په تود هركلي كولو مننه وكړه او په نړيواله كچه تعليم كښې جدت٬شموليت او د سباؤن په رجحانات د اعلٰی كچ مكالمه كښې يې د ګډون موقع وستائېله۔د ملاقات په مهال وزير مملكت سفير علي الخاطر ته د ډبليو آئي ايس اي-12 د مهمو نكاتو نه خبرولو سره ووئېل پاكستان معياري تعليم٬د مهارتونو ودې او نړيوالې مرستې لپاره عزم لري۔دواړو هېوادونو تعليم٬پيشه وره تربيې٬تعليمي تبادلو او د ځوانانو پرمختګ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔ملاقات كښې د پاكستان او قطر ترمينځه د ورورولۍ اړيكې وستائېلې شوې او د راتلونكو نسلونه ښېګړې لپاره اداره جاتي اشتراك٬د علم تبادلې او د بشري وسائلو پرمختګ په شريك وژن زور راوړلے شو۔












