كوئټه۔ 12 دسمبر (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي د يونيورسل هيلته كوريج په نړيواله ورځ خپل خاص پېغام كښې وئېلي دي معياري او د رسنې وړ صحت د انسان نه يوازې بنيادي حق دے بلكې د رياست تر ټولو ورومبۍ ذمه واري ده۔ ٬ د بلوجستان حكومت دا ذمه واري تر سره كولو لپاره عملي ٬ تل پاتي او موثر ګامونه اخلي٬ صوبه كښې د روغتيا …
د روغتيا په څانګه كښې اصلاحات به د بلوڅ اولس لپاره خوندي ٬ منصفانه او د صحت مند سباون بنياد وګرځي٬ د بلوجستان وزيراعلې
كوئټه۔ 12 دسمبر (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي د يونيورسل هيلته كوريج په نړيواله ورځ خپل خاص پېغام كښې وئېلي دي معياري او د رسنې وړ صحت د انسان نه يوازې بنيادي حق دے بلكې د رياست تر ټولو ورومبۍ ذمه واري ده۔ ٬ د بلوجستان حكومت دا ذمه واري تر سره كولو لپاره عملي ٬ تل پاتي او موثر ګامونه اخلي٬ صوبه كښې د روغتيا څانګه قوي كولو لپاره په كوټلو اصلاحات په تندۍ سره كار روان دے ٬ د كومو مقصد جې اولس ته د درملني سمدستي ژ آسانې او د باور وړ سرنه وركول دي۔ ده ووئېل د بلوچستان حكومت عزم لري چې د صوبې هر وګري ته معياري او يو ډول طبي اسانۍ ورسوي ٬ ده ووئېل د بلوچستان په ګڼو سيمو كښې د پاكستان جوړېدو نه پس په وړومبي ځل د صحت بنيادي يسانۍ په حقيقي معنو وركوي كوم چې د اوسني صوبائي حكومت تاريخي او د غېر معمولي ګامونو ثېوت دے۔ ده ووئېل د روغتيا په څانګه كښې اصلاحات به د بلوڅ اولس لپاره خوندي ٬ منصفانه او د صحت مند سباون بنياد وګرځي۔












