حكومت ټولو وګړو ته د يو برابر او معياري صحت آسانۍ وركولو عزم لري: د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال پاکستان لپاره د یونیورسل هېلتھ کورېج (یو اېچ سی) نتيجې اعلانولو سره د حكومت د دې عزم پخلے كړے دے چې حكومت ټولو وګړو ته د يو برابر او معياري صحت آسانۍ وركولو عزم لري ٬ زمونږ مشن پرله پسې هڅې كول او ټېكنالوجي ښه كول ده٬ دغسې چې د روغتيا آسانۍ لا غوره كړې شي او مالي بار …

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال پاکستان لپاره د یونیورسل هېلتھ کورېج (یو اېچ سی) نتيجې اعلانولو سره د حكومت د دې عزم پخلے كړے دے چې حكومت ټولو وګړو ته د يو برابر او معياري صحت آسانۍ وركولو عزم لري ٬ زمونږ مشن پرله پسې هڅې كول او ټېكنالوجي ښه كول ده٬ دغسې چې د روغتيا آسانۍ لا غوره كړې شي او مالي بار كم كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د یونیورسل هېلتھ کورېج (یو اېچ سی) ډے په موقعه وكړه۔ د روغتيا وزارت په قومي ٬ صوبائي او ضلعي كچه د یو اېچ سی سروس کورېج د انډیکس اندازې نتيجې اعلان كړې۔ دا نتيجې د برطانیې د ایویډنس فار هېلتھ (ای فار اېچ) پروګرام او د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) تکنیکی معاونت سره تشكيل كړې شوي۔ يو اېچ سي سروس كورېج انډېكس (اېس سی آئی) په قومي كچه په كال 2015ء كښې 40 سکور څخه په زياتېدو په كال 2024ء كښې 54.7 شوے دے۔ وفاقي وزير د حكومت د دې عزم تصديق وكړو چې ټولو وګړو لپاره د روغتيا يو برابر او معياري آسانۍ برابرولې شي۔ ده ووئيل زمونږ مشن هڅې مربوط كول او ټېكنالوجي ښه كول ده دغسې چې د روغتيا خذمات د خلقو تر درشل ورسولې شي او د روغتيا د خيال ساتلو معيار ښه كړے شي او مالي بار كم كړے شي

مزید خبریں