اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د چين نوموړو صنعتي تنظيمونو 19 كسيز پلاوي د جمعې په ورځ د بورډ آف انوېسټمنټ دوره وكړه۔ د دورې مقصد د پاك – چين صنعتي مرستې زياتول ٬ د شريكو سرمايه كارۍ موقعو جاج اغستل او په اوسنيو دوه اړخيزه لوظنامو د پېشرفت جاج اغستل وو۔ د غونډې مشري د بورډ آف انوېسټمنټ سېكرټري جميل قرېشي وكړه چا چې د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل …
د چين صنعتي تنظيمونو 19 كسيز پلاوي د بورډ آف انويسټمنټ دوره ٬ د شريكو سرمايه كارۍ موقعو جاج واغستلے شو
اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د چين نوموړو صنعتي تنظيمونو 19 كسيز پلاوي د جمعې په ورځ د بورډ آف انوېسټمنټ دوره وكړه۔ د دورې مقصد د پاك – چين صنعتي مرستې زياتول ٬ د شريكو سرمايه كارۍ موقعو جاج اغستل او په اوسنيو دوه اړخيزه لوظنامو د پېشرفت جاج اغستل وو۔ د غونډې مشري د بورډ آف انوېسټمنټ سېكرټري جميل قرېشي وكړه چا چې د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاکستان چین سره د پخوانۍ همكارۍ لا مضبوطو عزم لري۔ د بي او آئي سېكرټري پلاوي ته ووئيل په اوسني بيجنګ كنفرنس كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه 9.9 ارب ډالر مالیت په 167 لوظنامو اتفاق وشو او دا د پاك چين ترمينځه سرمايه كارۍ كښې يو مهم سنګ ميل دے۔ ده ووئيل د سرمايه كارانو سهولت لپاره بورډ آف انوېسټمنټ نوے سهولت مركز فعاله كړے دے چې ورسره د منظورۍ عمل لا ګړندے او سپېځلے كړے شوے ۔ د چین پلاوي د پاكستان په كاروباري ماحول او همكارۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د سرمایه كارۍ ودې لپاره د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ په مشرۍ كښې د بورډ آف انوېسټمنټ د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعو ته عملي شكل لپاره به كار په تندۍ سره روان وي۔












