اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار به د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم / خارجه وزير شېخ ابن زېد النهيان په بلنه 12 څخه تر 14 دسمبر 2025 كېدونكي 16 م سر بني ياس فورم كښې ګډون كوي۔ سر بنی یاس فورم يوه د لوړې كچې كلنه اجتماع ده په كومه كښې چې مشران نړيوال لارښود ، پالیسی جوړونكي او د سيمې پوهان د نړيوالې …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار به په 16 م سر بني ياس فورم كښې ګډون كوي
اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار به د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم / خارجه وزير شېخ ابن زېد النهيان په بلنه 12 څخه تر 14 دسمبر 2025 كېدونكي 16 م سر بني ياس فورم كښې ګډون كوي۔ سر بنی یاس فورم يوه د لوړې كچې كلنه اجتماع ده په كومه كښې چې مشران نړيوال لارښود ، پالیسی جوړونكي او د سيمې پوهان د نړيوالې كچې په مهمو چارو په كومو كښی چې امن ٬ سكيورټي او اقتصادي همكاري شامله ده ٬ د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د فورم په مهال به نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار سيمه ايز استحكام ٬ تلپاتي پرمختګ او معاشي همكارۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو موضوعات نړيوالو لارښودو او پوهانو سره مشاورت كوي۔ هغه به د پاكستان دريځ هم وړاندې كوي په كوم كښې به چې مكالمې ته د ودې وركولو٬ د سيمه ايزو چېلنجونو حل كولو او د اقتصادي مرستې په زياتولو زور راوړلے شي












