د جنرل فیض حمید سزا د كوم حکومت یا ګوند ګته نه ده ، دا فیصله د هېواد د آئین او قانون ګټه ده ، د هېواد په راروان سياست به د دې ډېر اثرات مرتب شي ، د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوہدري پریس کانفرنس

اسلام آباد۔12دسمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د جنرل فیض حمید سزا د كوم حکومت یا ګوند ګته نه ده ،نه چا د خوشحالۍ بېګلې غږولې دي ٬ دا فیصله د هېواد د آئین او قانون ګټه ده ، د هېواد په راروان سياست به د دې ډېر نتائج مرتب شي ۔د جمعې په ورځ پریس کانفرنس ته ده ووئېل زمونږ …

اسلام آباد۔12دسمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د جنرل فیض حمید سزا د كوم حکومت یا ګوند ګته نه ده ،نه چا د خوشحالۍ بېګلې غږولې دي ٬ دا فیصله د هېواد د آئین او قانون ګټه ده ، د هېواد په راروان سياست به د دې ډېر نتائج مرتب شي ۔د جمعې په ورځ پریس کانفرنس ته ده ووئېل زمونږ د سیاسي تاریخ وړومبۍ داسې فیصله راغلې كومه كښې چې جنرل فیض حمید ته 14 كاله د زندان د مشقت سره سزا اورولې شوې ، دې فیصلې د هېواد د اوسني سیاسي بحران اصل محرکات واضحه كړې دي۔ په پوځ كښې د دې نه وړاندې داسې كوم مثال موجود نه ؤ چې پوځ خپل كوم افسر له سزا وركړې وي ۔ ده ووئېل دا کیس 15 مياشتې روان ؤ ، فیض حمید ته د صفائۍ پورا موقع وركړې شوه ، هغه له د خپلې خوښې د لیګل ټیم اجازه وركړې شوې وه ، د دغې نه پس چې كوم څلور تورونه لګولې شوي وو هغه ړښتيا شول او په دغې بناء ورته 14 كاله د زندان د مشقت سره سزا واورولې شوه ۔ ده ووئېل دا فیز ون د ے، د دويم فیز خبره به بيا راځي ۔ ده ووئېل د جنرل فیض حمید سزا د كوم حکومت یا ګوند ګته نه ده ،نه چا د خوشحالۍ بېګلې غږولې دي ٬ دا فیصله د هېواد د آئین او قانون ګټه ده ، ده ووئېل د هېواد په راروان سياست به د دې ډېر نتائج مرتب شي ، جنرل فیض خپل آئیني حیثیت او ریاستي عهده د خوښې او ذاتي خوښې او نا خوښې لپاره د آئین نه پرته كارولې ۔ ده ووئېل نواز شریف د چوكۍ نه په غیر آئیني توګه اخوا كړے شوے ؤ ،رانا ثناء اللہ ،خواجه سعد رفیق او حنیف عباسي پشمول زمونږ نور ګن وزيران بنديوان ساتلې شوي وو ۔ خو بل پلو د يو ګوند د لیډرشپ مرسته كېدله او مخصوص مخونه رامخې ته كړے شول د كومو سره چې په ادارو د اولس باور کمزورے شو ،جمهوري نظام کمزورے شو او ټولنه كښې تقسیم راپیدا شو

مزید خبریں