اشک آباد۔12دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ترکمانستان سرکاری دورې ترسره كولو څخه وروستو وطن ته راروان شوے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د تركيه د كابينې نائب چيئرمېن او د ټرانسپورټ او مواصلات وزير اېم خان چیکیئف وزیراعظم او پاكستاني پلاوي ته په مخه ښه اووې۔ د دوه ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم په اشك آباد …
وزيراعظم شهباز شريف د تركمانستان سركاري دورې ترسره كولو نه وروستو وطن ته راروان شو
اشک آباد۔12دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ترکمانستان سرکاری دورې ترسره كولو څخه وروستو وطن ته راروان شوے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د تركيه د كابينې نائب چيئرمېن او د ټرانسپورټ او مواصلات وزير اېم خان چیکیئف وزیراعظم او پاكستاني پلاوي ته په مخه ښه اووې۔ د دوه ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم په اشك آباد كښې د امن او باور نړيوال كال ٬ د غېر جانبدارۍ ورځې او د تركمانستان 30 كلنې مستقلې غېر جانبدارې سالګرې سره اړوند فورم كښی ګډون وكړو۔ وزیراعظم د خپلې دورې په مهال د تركمانستان اور ايران صدرانو سره ملاقاتونه وكړل۔ دغسې د هغه د روسيه صدر ولادیمیر پوتن، د ترکیه صدر رجب طیب ایردوان، د تاجکستان صدر امام علی رحمن او د کرغز صدر صادر ژپاروف سره هم غېر رسمي ملاقاتونه وشول۔












