کابل۔12دسمبر(اے پی پی) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي د افغانستان خاوره بايد د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي او څوك چې د دې خلاف ورزي كوي په ضد به يۍ كارروائي كولې شي۔ د انډیپنډنټ اردو له مخې هغه په كابل كښې يوې دستورې ته د وېنا په مهال د علماﺀ كرامو لخوا يوه ورځ وړاندې په متفقه توګه د منظور كړي 5 …
د افغانستان خاوره بهرنيو عسكري كارروائيو لپاره د كارؤنكو په ضد به كارروائي كولې شي: افغان خارجه وزير

مزید خبریں
کابل۔12دسمبر(اے پی پی) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي د افغانستان خاوره بايد د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي او څوك چې د دې خلاف ورزي كوي په ضد به يۍ كارروائي كولې شي۔ د انډیپنډنټ اردو له مخې هغه په كابل كښې يوې دستورې ته د وېنا په مهال د علماﺀ كرامو لخوا يوه ورځ وړاندې په متفقه توګه د منظور كړي 5 نكاتي قرارداد توثيق وكړو۔ د شورو په ورځ د افغانستان د 34 ولايتونو د سوؤنو په شمېر علماﺀ كرامو يو قرارداد منظور كړے ؤ په كوم كښې چې د موجود نظام د ملاتړ كولو ٬ د سيمې ايزې سلامتيا باوري كولو٬ د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد كارېدو څخه د ساتلو ٬ د افغانانو په بهر هېوادونو كښې په عسكري فعاليتونو كښې د شموليت مخالفت كولو او د مسلمانانو ترمينځه د يووالي رامخې ته كولو په حاجت زور راوړلے شوے ؤ۔ هغه ووئيل د علماﺀ كرامو د فتوې په بنياد افغان مشرتابه چاته هم د خپلې خاورې د نورو هېوادونو په ضد د كارولو اجازه نشي وركولې او څوك هم چې د دې خلاف ورزي كوي په ضد به يۍ اسلامي امارت كارروائي كوي۔ افغان خارجه وزير ووئيل د نظام تحفظ يوازې د امنيتي ځواكونو ٬ د دفاع وزارت او د داخله وزارت ذمه واري نه ده بلكې د دې نظام دفاع كول د هر وګړي فرض دے۔ ده ووئيل د تېر وخت په څير علماﺀ كرامو يو وارې بيا نصيحت كړے چې د مسلمانانو ترمينځه د يووالي باوري كولو تګلاره دې وضعه كړې شي











