اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د سينيټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان وئېلي دي سينيټ به د سياسي محاذ آرائي٬انتشار يا د كومې هلې ګولې مركز جوړېدو له ورنه كړو۔د پارليمنټ هاؤس په خوا كښې ميډيا نمائندګانو سره غېر رسمي خبرې كښې ده ووئيل سينيټ د څلورو واړو صوبو به يو برابر نمائندګۍ مشتمل يواځنے وفاقي ايوان دے او د دې تقدس٬قواعد او ضوابط او آئيني كار تحفظ د ټولو غړو شريكه …
سينيټ به د انتشار ميدان جوړېدو له ورنه ګړو ۔ډپټي چيئرمېن
اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د سينيټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان وئېلي دي سينيټ به د سياسي محاذ آرائي٬انتشار يا د كومې هلې ګولې مركز جوړېدو له ورنه كړو۔د پارليمنټ هاؤس په خوا كښې ميډيا نمائندګانو سره غېر رسمي خبرې كښې ده ووئيل سينيټ د څلورو واړو صوبو به يو برابر نمائندګۍ مشتمل يواځنے وفاقي ايوان دے او د دې تقدس٬قواعد او ضوابط او آئيني كار تحفظ د ټولو غړو شريكه ذمه واري ده۔سيدال خان ووئيل د لنډ مهاله چيئرمېن لخوا جاري رولنګ باندې بشپړ عمل درآمد باوري كولو لپاره د پي ټي آئي پشمول ټول پارليماني ليډرز ته رسمي چيټۍ لېږلې شوي او د دې رولنګ كاپي ايوان قائد٬ د قانون وزارت او چيف وهيپ ته هم لېږلې شي دغسې چې كوم ابهام پاتې نه شي۔ده ووئيل كاروائۍ كښې د خنډ رامخې ته كوونكو غړو معطلۍ په اړه رولنګ د دسمبر په 4مه نيټه جاري كړے شوے ؤ په كوم چې په سختۍ سره عمل كولې شي۔سيدال خان د هېواد موجوده حواله وركولو سره ووئېل پاكستان دا مهال سيمه ايز تا تريخوالي٬ د ترهه ګرۍ اندېښنو او معاشي چېلنجونو پشان مهمو مسئلو سره مخ دے٬داسې حالاتو كښې سياسي تاؤ تريخوالي يا انتشار ته وده وركول د قامي ګټې په ضد فعل دے۔ده ووئيل امنيتي ځواكونه د هېواد سلامتيا او امن لپاره لويې قربانۍ وركوي٬ لهذا په كوم هم فورم د غېر ذمه واره بيانات څخه ډډه كول ضرورې دي۔












