ممبئی۔12دسمبر (اے پي پي) د هند پخوانے د كورنيو چارو وزير او د کانګریس اثر لرونكے سینئر لارښود شیو راج پټیل د 90 كالو په عمر كښې مړ شو ۔ د یو این آئي رپورټ تر مخه هغه لاتور كښې د جمعې په سهار شپږ نيمې بجې پخپل كور كښې ساه وركړه ۔ هغه د ډېرې مودې نه ناروغه وه۔وہ۔ شیو راج پټیل په 1935 كښې زېږېدلے ؤ ۔ هغه …
د هند پخوانے داخله وزير شیو راج پټیل مړ شو
ممبئی۔12دسمبر (اے پي پي) د هند پخوانے د كورنيو چارو وزير او د کانګریس اثر لرونكے سینئر لارښود شیو راج پټیل د 90 كالو په عمر كښې مړ شو ۔ د یو این آئي رپورټ تر مخه هغه لاتور كښې د جمعې په سهار شپږ نيمې بجې پخپل كور كښې ساه وركړه ۔ هغه د ډېرې مودې نه ناروغه وه۔وہ۔ شیو راج پټیل په 1935 كښې زېږېدلے ؤ ۔ هغه د هند مرکزي داخله او د دفاع وزير پشمول په څو مهمو چوكو پاتي ؤ ۔ هغه د هندي پارلمان د لانديني ایوان لوک سبھا سپیکر هم پاتي ؤ ۔ هغه د مهاراشټر د لاتور سيمې نه 7 وارې د پارلیمان غړے ټاكلے شوے ؤ ۔ هغه د هندي پنجاب ګورنر او د مرکز تر انتظام لاندې سيمې چندي ګړھ ایډمنسټریټر هم پاتي ؤ ۔ په كال 2008 كښې د ممبئی بريدونو په وخت د هېواد داخله وزير ؤ ۔ هغه د بريدونو مخ نيوي نه كولو نه پس په شدید تنقید رامخې ته كېدو په 30 نومبر 2008 استعفې وړاندې كړې وه ۔ د هند وزیراعظم نریندر مودي د هغه په مړينه د ډېر غم دړد څرګندونه كړې ده










