جموں ٬ د يوسف تاريګامي د مسلمان خبريال ارفاز احمد ډينګ د كور ړنګولو پيښې غندنه وكړه

جموں۔11دسمبر(اے پی پی) د کیمونسټ پارټي آف انډیا (مارکسسټ) مشر لارښود اېم یوسف تاریګامی په جموں كښې د يو مسلمان خبريال ارفاز احمد ډینګ د كور د ړنګولو پېښې په توګه د پلټنيو كولو غوښتنه كړې ده۔ د كشمیر میډیا سروس له مخې هغه ځپلې شوي خبريال ارفاز احمد ډينګ سره ملاقات وكړو كوم چې اوس خپلو ماشومانو او ضعيف مور پلار سره د سر سېوري نه لرلو په حالت …

جموں۔11دسمبر(اے پی پی) د کیمونسټ پارټي آف انډیا (مارکسسټ) مشر لارښود اېم یوسف تاریګامی په جموں كښې د يو مسلمان خبريال ارفاز احمد ډینګ د كور د ړنګولو پېښې په توګه د پلټنيو كولو غوښتنه كړې ده۔ د كشمیر میډیا سروس له مخې هغه ځپلې شوي خبريال ارفاز احمد ډينګ سره ملاقات وكړو كوم چې اوس خپلو ماشومانو او ضعيف مور پلار سره د سر سېوري نه لرلو په حالت كښې په ډاګه ژوند كولو مجبور دے۔ د نوي ډيلي لخوا د مسلط كړے شوي لېفټېننټ ګورنر ماتحت انتظاميې د خبريال كور په دې سبب ويجاړ كړو چې هغه په سيمه كښې روان هندي جبر څخه د نړۍ خبرولو هڅه كړې وه۔ یوسف تاریګامی ځپلې كورنۍ سره د يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي چې څنګه آپرېشن وكړے شو دې څخه د يرې او ترهې فضا پېدا كيږي او د شفافيت حوالې سره پرېشانه كونكې پوښتنې رامخې ته كيږي۔ ده د سيمې په وزيراعلی عمر زور راوړو چې د پېښې د بې پرې پلټنيو امر وكړي