د روغتيا نړيوالې ادارې تر اهتمام لاندے د رواياتي داروګانو په اړه د نړيوالو مشرانو كنفرنس په 17م دستمبر پيل كيږي

ملګري ملتونه 11 دسمبر (اے پي پي) د روايتي داروګانو په اړه د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د نړيوالو مشرانو دوېم کنفرنس په 17م دسمبر پېل كېږي كوم چې به تر 19 دسمبر جاري وي٬ په کنفرنس كښې به د ګردې نړۍ پاليسي ساز، پريکټېشنرز، سائنسدانان او ځائي مشرانو ته يو ځايې ته د راغونډېدو موقع ترلاسه شي٬ په دې لړ كښې د ډبليو اېچ او د روايتي …

ملګري ملتونه 11 دسمبر (اے پي پي) د روايتي داروګانو په اړه د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د نړيوالو مشرانو دوېم کنفرنس په 17م دسمبر پېل كېږي كوم چې به تر 19 دسمبر جاري وي٬ په کنفرنس كښې به د ګردې نړۍ پاليسي ساز، پريکټېشنرز، سائنسدانان او ځائي مشرانو ته يو ځايې ته د راغونډېدو موقع ترلاسه شي٬ په دې لړ كښې د ډبليو اېچ او د روايتي داروګانو د نړيوال مركز مشرې شياما کورويلا ميډيا ته ورچوئل بريفنګ كښې وئيلي چې د نړۍ په زياتره هېوادونو كښې د 40 فيصد نه تر 90 فيصده آبادي اوس هم په روايتي داروګانو انحصار كوي۔ په كال 2022 كښې د صحت خيال ساتلو او د خېرښېګرې د نظامونو صلاحيتونو څخه ګټه پورته كولو لپاره د جوړې كړې شوې ادارې ډبلیو اېچ او د ګلوبل ټریډیشنل میډیسن سینټر مشرې شیاما کورویلا ووئيل چې د نړۍ نيمه آبادي د صحت د ضروري خدماتو ته لاس رسي لرلو څخه محرومه ده۔ د نړيوالو مشرانو د غونډې مقصد روایتي داروګانو لپاره اړين حالات او مرستې ته وده وركول دي دغسې چې ټول خلق او زمونږ د سيارے پرمختګ كښې په لويه كچه مرسته وكړة او دې سره د صحت نړيواله اداري د روايتي داروګانو يو نړيوال كتابتون پېل كوي كوم چې به د خپل نوعيت وړومبې ډیجیټل پلیټ فارم وي په كوم كښې چې به په دې موضوع د 1.6 ملین نه زيات سائنسي ریکارډز، د روايتي داروګانو يو ډېټا نېټ ورك او د نورو اقداماتو نه علاوه ځائي علم، حیاتیاتی تنوع او په صحت يو فرېم ورك هم شامل دے