واشنګټن 10 دسمبر (اے پي پي) دے امريکې ناټو څخه د بېلتون په مطالبه بل د امريكې كانګرېس كښې وړاندې كړے شوے٬ د تاس له مخئ دا بل د صدر ډونلډ ټرمپ ګوند څخه تعلق لرونكي د کينټکي ايالت غړي ټامس ميسي وړاندې كړو ۔ د بل د مسودې له مخې ناټو د امريكې د موجوده قامي سلامتيا مفادات سره سمون نه خوري۔ ده ټامس مېسي خپل اېكس پوسټ كښې …
امريکې ناټو څخه د بېلتون په مطالبه بل كانګرېس كښې وړاندې كړو

مزید خبریں
واشنګټن 10 دسمبر (اے پي پي) دے امريکې ناټو څخه د بېلتون په مطالبه بل د امريكې كانګرېس كښې وړاندې كړے شوے٬ د تاس له مخئ دا بل د صدر ډونلډ ټرمپ ګوند څخه تعلق لرونكي د کينټکي ايالت غړي ټامس ميسي وړاندې كړو ۔ د بل د مسودې له مخې ناټو د امريكې د موجوده قامي سلامتيا مفادات سره سمون نه خوري۔ ده ټامس مېسي خپل اېكس پوسټ كښې وئيلي دي ناټو د كولډ وار يادګار دے او دې دفاعي اتحاد لپاره د امريکي فنډنګ تر مخه مونږ له د دې نه جلا كېدل پكار دي او بايد دا رقم د خپل هېواد دفاع لپاره وكارولې شي، دا نه چې سوشلسټ هېوادونو لپاره ۔ د بل په مسوده كښې ووئيل شول د ناټو غړي اروپائي هېوادونه خپلې دفاع لپاره اقتصادي او پوځي صلاحيت لري٬د امريکې د کانګريس ريپبلکن غړي ټامس ميسي د دې نه وړاندې د نورو هېوادونو په چارو كښې د امريكې مداخلت او د واشنګټن لخوا د طاقت د كارولو مخالفت كړے دے٬ په خاص توګه ده په 22 جون د ايران په تنصيبات د ايريكې بريدونه د امريكائي آئين خلاف ورزي ګرځولو سره د صدر ډونلډ ټرمپ په دې اقدام تنقيد كړے ٶ٬ په دې بيانونو صدر ډونلډ ټرمپ په ټامس ميسي ځوابي تنقيد كړے ٶ۔ هغه دا هم ووئيل زه به د ريپبلکن پارټۍ په پرائمري انتخابي مقابله كښې د ميسي د حريف مرسته كوم٬ د يادونې وړ ده نارتھ اټلانټک ټريټي آرګنائزيشن (ناټو) په 1949 كښې جوړ كړے شوے او ھغه وخت د دې د غړو هېوادونو شمېره 12 وه كوم چې اوس 32 ته رسېدلې ده۔











