ماسکو۔10دسمبر (اے پي پي)د روس په سيمه اوانووو كښې يوه پوځي ټرانسپورټ الوتكه رانسكوره شوې ده په كومه كښې چې 7 كسان ناست وو ۔ د اردو نیوز تر مخه د روسيه دفاع وزارت يو بیان كښې ووئېل الوتكه د مرمت د كار نه په ټیسټ فلائټ وه ۔ په سدستي توګه دا معلومه نه شوه چې په الوتكه كښې 7 كسانو كښې يو ژوندے پاتي شوے كنه ؟ ۔ …
د روس پوځي الوتكه رانسكوره شوه

مزید خبریں
ماسکو۔10دسمبر (اے پي پي)د روس په سيمه اوانووو كښې يوه پوځي ټرانسپورټ الوتكه رانسكوره شوې ده په كومه كښې چې 7 كسان ناست وو ۔ د اردو نیوز تر مخه د روسيه دفاع وزارت يو بیان كښې ووئېل الوتكه د مرمت د كار نه په ټیسټ فلائټ وه ۔ په سدستي توګه دا معلومه نه شوه چې په الوتكه كښې 7 كسانو كښې يو ژوندے پاتي شوے كنه ؟ ۔ د دفاع وزارت ووئېل پايه تخت ماسکو نه 200 کلومیټره لرې مشرق پلو اوانووو منطقه كښې د مرمت کار نه پس د ټیسټ فلائټ په مهال د اے این 22 پوځي ټرانسپورټ الوتكه يوه غیرآباد سيمه كښې پرېوتله ۔وازرت ووئېل سيمه كښې د ملبې لټون لپاره ډله لېږلې شوې او د پیښې پلټنې هم پېل كړې شوي دي ۔











