ریاض 10دسمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزیرِاعظم شهزادہ محمد بن سلمان په ریاض كښې د شاہ سلمان هوائي ادې د مينځني سیکټر د مراکز پرانسته وكړه ۔ دا پرانسته د سعودي رائل ایئر فورس د جنګي تیارئ د مضبوطولو لپاره د روانو تزویراتي ترقیاتي منصوبو برخه ده ۔د ایس پي اے تر مخه شاہ سلمان سلمان بن عبدالعزیز فضائي اډا په 115 ودانيو مشتمل ده د …
د سعودي ولي عهد د شاہ سلمان هوائي اډې پرانسته وكړه

مزید خبریں
ریاض 10دسمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزیرِاعظم شهزادہ محمد بن سلمان په ریاض كښې د شاہ سلمان هوائي ادې د مينځني سیکټر د مراکز پرانسته وكړه ۔ دا پرانسته د سعودي رائل ایئر فورس د جنګي تیارئ د مضبوطولو لپاره د روانو تزویراتي ترقیاتي منصوبو برخه ده ۔د ایس پي اے تر مخه شاہ سلمان سلمان بن عبدالعزیز فضائي اډا په 115 ودانيو مشتمل ده د كومې ټوله زمكه چې 1 لاکھ 26 زره مربع میټر نه زياته ده۔ په دغې كښې مرکزي او متوازی رن ویز،د الوتكو اودرولو، د چورلكې كوزېدو ځائے، د الوتكو هینګر، ایئر ټریفک کنټرول ټاور او فني، انتظامي، د استوګنې او حفاظتي اسانۍ شاملې دي ۔ د سعودي دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان په سوشل مېډيا پلیټ فارم “ایکس” خپل بیان كښې ووئېل ” دفاع وزارت كښې مونږ ته دا اعزاز تر لاسه شو چې مونږ د محترم ولي عهد او وزیرِاعظم په شتون كښې د شاہ سلمان هوائي اډې مينځني سیکټر کښې د اسانيو د پرانستې دستوره كښې شریک شوو ۔ د عالې مرتبت دا عنایت د وزارت د پرله پسې ترقۍ او د عسکري و دفاعي صلاحیتونو كښې د زياتوالي لپاره د دوي د خاص پام لرنې عکاسی کوي ، دغسې چې د وطن د امن تحفظ باوري كړے شي۔











