په هېواد پرېښودونكو نوره سختي، امریکې 85 زره ویزې منسوخ کړې

واشنګټن ۔09 دسمبر(اے پي پي)د امریکې صدر ټرمپ انتظامیه د جنورۍ نه تر اوسه 85 زره ویزې منسوخ کړې دي او دا شمېره د تېر كال په نسبت يو په دوه ده ۔ د امریکې نیوز چینل سي این این د خارجه محکمې يو عهدیدار تر مخه ووئېل سږ كال چې كومې ویزې منسوخ کرې شوي په هغې كښې ټول د ہي کیګریز کسان شامل وو ۔ رپورټ تر مخه …

واشنګټن ۔09 دسمبر(اے پي پي)د امریکې صدر ټرمپ انتظامیه د جنورۍ نه تر اوسه 85 زره ویزې منسوخ کړې دي او دا شمېره د تېر كال په نسبت يو په دوه ده ۔ د امریکې نیوز چینل سي این این د خارجه محکمې يو عهدیدار تر مخه ووئېل سږ كال چې كومې ویزې منسوخ کرې شوي په هغې كښې ټول د ہي کیګریز کسان شامل وو ۔ رپورټ تر مخه په دې شمېره كښې د 8000 طلبه ویزې هم شاملې دي او دې اقدام ته د ټرمپ انتظامیه د اړخه امریکا كښې د مېشته هېواد پرېښودونكو او هلته د تللو خوښي لرونكو په ضد د يوې لويې کارروائۍ په توګه كتلې شي ۔ د خارجه محكمې عهدیدار ووئېل تېر كال د كوم نشه لرونكې څيز د كارولو سره په ګاډي چلولو، بريدونو او د غلا په پیښو كښې نزدې نيمه شمېره د دې منسوخۍ سبب ګرځېدلې ۔ د هغه د اړخه داسې كوم وجوهات ونه ښودلے شول د كومو په وجه چې دغه نورې ویزې منسوخ کړې شوي۔ خو دې نه وړاندې د خارجه محکمې د اړخه هم د ویزو بېرته اغستو او منسوخۍ په اړه چې كوم جواز وړاندې كړے شوے ؤ په هغې كښې د ترهه ګرۍ مرستې پلو اشارہ شوې وه ۔ د ویزو منسوخ کولو پیښو په ابتدائي توګه ځېنې اندېښنې راپېدا كړي دي ځكه د انتظامیه د اړخه هغه طلبه هدف ګرځولې شوي څوك چې په غزہ كښې د جنګ خلاف مظاهرو كښې څرګند وو ۔ په هغوي د سام دښمنۍ او د ترهه ګرۍ د مرستې تورونه لګولې شوي ۔