ملګري ملتونه۔ 8 دسمبر( اے پي پي) ملګرو ملتونود مغربي افريقائي هېواد بنين كښې په غېر آئيني طريقه د اقتدار قبضه كولو په هڅه اندېښنه ښكاره كړې ده ۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو وياند ستيفن دوجاريك ووئېل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش د دغې اقام غندنه كولو سره وئېلي دي داسې هڅه نه يوازې د جمهوريت خلاف ده بلكې د ګرډې منطقې استحكام هم په …
ملګرو ملتونو په مغربي افريقائي هېواد بنين كښې د بغاوت په هڅه اندیښنه ښكاره كړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 8 دسمبر( اے پي پي) ملګرو ملتونود مغربي افريقائي هېواد بنين كښې په غېر آئيني طريقه د اقتدار قبضه كولو په هڅه اندېښنه ښكاره كړې ده ۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو وياند ستيفن دوجاريك ووئېل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش د دغې اقام غندنه كولو سره وئېلي دي داسې هڅه نه يوازې د جمهوريت خلاف ده بلكې د ګرډې منطقې استحكام هم په خطر كښې اچولې شي۔ سېكرټري جنرل بيان كښې په بنين كښې د قانون او آئين په مكمل احترام زور راوړے دے۔ بل پلو د بنين د كورنيو چارو وزير ووئېل وسله وال پوځ د رياست او د ادارو غېر مستحكم كولو د بغاوت هڅه نكامه كړې ده۔











