يوكرېن د روس سره جنګ ختمولو لپاره په منصوبه په سنجيګي غور ونه كړو ٬ په كوم چې مايوسه شوو٬ امريكا

واشنګټن۔8 دسمبر(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي زه د يوكرېن خپل هم منصب صدر ولاديمير زېلنسكي څخه څه مايوسه شوم ځكه چې هغه د روس سره جنګ ختمولو لپاره په منصوبه تر اوسه په سنجيدګۍ سره غور ونه كړو۔ د فرانسوي خبر رسنې ايجنسۍ اے ايف پي تر مخه صدر ټرمپ د كېنېډي سېنټر په آنرز رېډ كارپټ دستوره كښې د خبريالانو د پوښتنې په ځواب …

واشنګټن۔8 دسمبر(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي زه د يوكرېن خپل هم منصب صدر ولاديمير زېلنسكي څخه څه مايوسه شوم ځكه چې هغه د روس سره جنګ ختمولو لپاره په منصوبه تر اوسه په سنجيدګۍ سره غور ونه كړو۔ د فرانسوي خبر رسنې ايجنسۍ اے ايف پي تر مخه صدر ټرمپ د كېنېډي سېنټر په آنرز رېډ كارپټ دستوره كښې د خبريالانو د پوښتنې په ځواب كښې ووئېل مونږ د روس صدر او د يو كرېن لارښودو سره خبرې كوو چې پكښې صدر زېلنسكي هم شامل دے ٬ وئېل راپغاړه كېږي جې زه مايوسه شوے يم چې صدر زېلنسكي تر اوسه دا وړاندېز ونه لوستلو ٬ تر څو ساعته وړاندې دا صورتحال ؤ۔ د امرېكې او يوكرېن چارواكو بشمول د صدر زېلنسكي تر مينځه تر څو ورځو روانو خبرو نه پس د امرېكې استازي سټيووټكوف او جېرډ كشنر د حقيقي امن لپاره د لا خبرو جاري ساتلو عزم وكړو۔ دا خبرې د دې نه پس وشوې چې كله دوي د صدر پيوټن سره ملاقات وكرو چې پكښې ماسكو د امرېكې د ځينې وړېندېزونه مسترد كړې دي۔