دمشق۔ 8 دسمبر (اے پي پي) سوريه د اسرائيل نه غوښتنه كړې ده جې هغه د سوريه په كورنيو چارو كښې لاس وهنه بنده كړي ۔ د العربيه تر مخه د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني زور راوړو چې اسرائيل د سوريه دننه د ځينې ډلو د مرستې نه لاس واخلي۔ د هغه وېنا وه اسرائيل دا وخت د سوريه لپاره تر ټولو لوي چېلنج دے او ده د دې …
اسرائيل دې زمونږ په كورنيو چارو كښې لاس وهنه بنده كړي ٬ سوريه

مزید خبریں
دمشق۔ 8 دسمبر (اے پي پي) سوريه د اسرائيل نه غوښتنه كړې ده جې هغه د سوريه په كورنيو چارو كښې لاس وهنه بنده كړي ۔ د العربيه تر مخه د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني زور راوړو چې اسرائيل د سوريه دننه د ځينې ډلو د مرستې نه لاس واخلي۔ د هغه وېنا وه اسرائيل دا وخت د سوريه لپاره تر ټولو لوي چېلنج دے او ده د دې خبرې سپيناوے وكړو چې امريكا د اسرايئل سره په لوظ نامه كښې زمونږ مكمل ملاتړ كوي ۔ د سوريه خارجه وزير دا هم ووئېل سوريه د اسرائيل په مقابل كښې د زياتې دانشمندۍ او د سفارتي عمل څرګندونه كوي ۔ د كورني صورتحال په اړه الشيبلني ووئېل امنيتي خطرې په خاص توګه د داعش هغسې د اندیښنې باعث دي۔ دا بيانونه په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوي دي چې كله د راروانې ګل په ورځ د بشرالاسد د سقوط سالګره د نمانځلو چمتو والے نيولے كېږي ۔ هغه سقوط كوم چې په 2011 كښې د پېل كېدونكې اولسي تحريك نتيجه ؤ۔ په دمشق د اپوزېشن مكمل قابو د حافظ الاسد د 1971 نه د راروان آمرانه نظام خاتمه وكړه۔











